د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

سلجوقي: د امنیتي ځواکونو کشفي کمزورتیا د حملو د زیاتیدو لامل شوی


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، د امنیتي ځواکونو په کشفي برخه کې کمزورتیا د دې لامل شوې چې په دې وروستیو کې په پلازمینه کابل کې نا امنۍ ډیري شي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال ازادۍ راډیو ته په خبروکې د افغانستان ځیني دولتي کړۍ په کابل کې د امنیتي پیښو په ډیریدو تورن کړل، خو د چا نوم یې ونه ښود.

دا خبرې داسې مهال شوي چې د کابل د امنیتي چارواکو په خبره بیګاه شپه دوه تنه ځان وژونکي برید کوونکي د کابل په وزیراکبر خان مینه کې په یوې چاودنې پسې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه شوه او تر یوه ساعت مقابلې وروسته له منځه یوړل شوه.

کابل ښار پرون ماسپښین هم د یوې بې ځان وژونکي حملې شاهد وو چې یو برتانوی وګړی او ۴ افغان ملکي کسان په کې ووژل شوه او څه باندې دیرش نور ټپیان شوه.

د افغانستان ولسي جرګه د هغه څه په اړه چې په کابل کې یي د انتحاري بریدونو او چاودنو ډیروالی یادوي، اندیښنه څرګنده کړې ده.

د دغې جرګې اداري پلاوی د امنیتي پیښو ډیریدل د امریکا او ناټو سره د افغانستان د تړونونو له تصویب سره تړي او وایي د افغانستان دښمنان په تیره بیا ګاونډي هېوادونه نه غواړي د افغانستان ملي وحدت حکومت خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد صالح سلجوقي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دا هم وویل چې په کابل کې د امنیتي قواوو د کشفي برخو ضعف د دې لامل شوی چې د وسله والو مخالفینو بریدونه او فعالیتونه ډیر شي:

″په کابل کې موجود ټول امنیتي ځواکونه سره له دې چې له تسلیحاتي اړخه کولای شي د دې ډول بریدونو ځواب ووایي، خو د دوی کشفي برخه کمزورې ده او دوینه شي کولای د ښار په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو طالبانو یا نورو ډلو د حضور له څرنګوالي څخه معلومات ترلاسه کړي.

زموږ د پولیسو غبرګون تل ترپیښې وروسته وي. موږ تمه لرو چې ترپیښې دمخه باید دوی له خپلو امکاناتو څخه کار واخلي.″

د افغانستان مشرانو جرګې پرون د کابل او واشنګټن او کابل ناټو ترمنځ امنیتي او دفاعي تړونونه د رایو په اکثریت تصویب کړه.

د افغانستان ولسي جرګې په یوه ورته اقدام سره د یکشنبې په ورځ دغه تړونونه تصویب کړي وه.

ښاغلی سلجوقي وایي، د کابل د امنیت ټینګولو لپاره باید کشفي ادارې پیاوړي شي او نوي امنیتي تدابیر ونیول شي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال د دغه هېواد د امنیتي ادارو ځیني افراد او کړۍ په دغو ناامنیو کې ښکیلې وبللې.

په کابل کې د ناامنیو د ډیریدو له کبله اندیښنې داسې مهال راپورته شوي چې د کابل پرون ماښام او پرون ماسپښین د ځانمرګو بریدونو او چاودنو شاهد وو.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډیوته وویل چې د تیرماښام د برید هدف په وزیرمحمد اکبرخان مینې په پنځلسم سړک کې یو خیریه دفتر وو.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، په دغه برید او متقابله جګړه کې یوازې یو بهرنی ساتونکی ټپي شوی دی او نورچاته زیان نه دی رسیدلی.

د تیرې شپې د پیښې په سیمه کې شاوخوا کې یې یو شمېر سفارتونه، میلمستونونه او د بهرنیانو دفترونه موقعیت لري یو شمېرحکومتي چارواکي هم په دې سیمه کې ژوند کوي.

تردې وړاندې یوه بل ځانمرګي برید کوونکي د کابل په قابل بای سیمه کې د بریتانیا د سفارت یو موټر په نښه کړ.

د امنیتي چارواکو په خبره په دې پیښه کې یو برتانوی وګړی او څلور افغان ملکي کسان وژل شوي او تر دیرشو ډیر کسان ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغو بریدونو مسولیت منلی دی. کابل ښارپه دې وروستیو ورځوکې څو ځلي د انتحاري بریدونو شاهد وو.

XS
SM
MD
LG