د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

یاڅینیوک، د یوې بلې دورې لپاره هم د اوکراین د صدراعظم شو


د اوکرایین نوي پارلمان د یوې بلې دورې لپاره ارسیني یاڅینیوک د صدراعظم په توګه وټاکه.

پارلمان پرون دا تایید کړه چې نوموړي د پارلمان د ۳۹۰ حاضرو استازو څخه ۳۴۱ مثبتې رایې ترلاسه کړې.

دغه راز پارلمان د تیرې میاشتې راهیسې په لومړنۍ غونډه کې د صدراعظم پخوانی مرستیال ولادیمیر هرویس من د پارلمان د ویاند په توګه وټاکه.

د اوکرایین د پارلمان د لومړنۍ غونډې په پیل کې د هغو کسانو په یاد د یوې دقیقې چوپتیا غوښتنه وشوه چې د روان کال په سرکې د کېف په مظاهروکې ووژل شوه.

د دغو مظاهروپه نتیجه کې د اوکرایین پخوانی روسي پلوه ولسمشرویکتوریانوکویچ له دندې لیرې کړای شو.

د اوکرایین ولسمشر پترو پروشینکو د پارلمان په پرانیست غونډې کې وویل چې هېواد یې باید هغه محدودیتونه لېرې کړي چې دغه هېواد د ناټوپه څیرله نورو پوځي بلاکونو سره له یوځای کېدو څخه منع کوي.

هغه دغه رازپه بیړني ډول د دغه هېواد د عدلي سیستم د بیارغولو غوښتنه وکړه او پخوانی سیستم یې فاسد وباله.

د روان کال د اکتوبر د ۲۶ نیټې په انتخاباتو کې لویدیځ پلوه ګوندونه بریالي شول.

هغه پنځه لویدیځ پلوه ګوندونه چې د یوه واکمن ایتلاف پرجوړولو موافق وه، په ټوله کې د پارلمان له ۴۲۱ کرسیوڅخه ۲۸۸ په خپل واک کې لري، خو د ایتلاف د شریکانو ترمنځ د یوې نوې کابینې د جوړولو په اړه خبرې ځنډیدلي دي.

ولسمشرپروشینکو د نوي پارلمان په لومړنۍ غونډه کې زیاته کړه چې د اصلاحاتو د یوه موفق پروګرام سره به اوکرایین وکولای شي په پنځوکلونو کې د اروپایې ټولنې د غړیتوب لپاره غوښتنه وکړي:

″د ایتلاف ډیره برخه جوړه شوې ده. د بدلون لپاره سیاسي اراده شته. دغه راز یو واضح پروګرام شته چې ایتلاف ورباندې موافق دی او موږ دا چانس لرو چې بشپړ یې کړو.

نو راځئ کاروکړو چې په پنځو کلونو کې وکولای شو اروپایې ټولنې ته د غړیتوب غوښتنلیک وسپارو.″

پروشینکو ویلي دا هېواد او دا حکومت به سل په سلوکې واحد او یو موټی وي.

په همدې حال کې د اوکرایین نوي صدراعظم ارسیني یاڅینیوک هم له ولسمشر سره خپله همغږي وښودله او ویي ویل چې اوکرایین یې د دوی یو اساسي مسولیت وباله:

″تاسو کولای شي د یوه پوځ په وړاندې وجنګیږئ او کولای شئ له یوه پوځه میدان وګټئ، خو هیڅ کله به د اوکرایین د خلکو او ملت په وړاندې بریالي شئ.

ښاغلی ریس جمهور، زه ستاسو سره ژمنه کوم چې ټول هغه څه به وکړم چې تاسو یې دلته یادونه وکړه. دا زموږ اساسي مسولیت دی.″

بل خوا د روسیي په حکومتي رسنیوکې راغلي چې صدراعظم دیمتري میدویدوف د نومبرپر ۲۷ له یاڅینیوک سره تیلیفوني خبرې وکړې.

په دې رسنیوکې دا هم ویل شوي چې میدویدیف او یاڅینیوک د روسیې او اوکرایین ترمنځ د مالي او اقتصادي اړیکو پرڅرنګوالي خبري کړي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG