د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

سنچارکی: د لندن د کنفرانس ترجوړېدلو د مخه کابینه اعلان شي


د ملي وحدت حکومت ته نږدې سرچېني وايي چې ولسمشراو اجرایي ریس هڅه کوي چې د لندن د کنفرانس ترجوړېدلو د مخه د کابینې یو شمېر وزیران معرفي کړي.

دغو سرچېنو د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیوسره په خبرو کې وویل چې د دواړومشرانو ترمنځ به د کابیني د جوړولو پرسرد نظراختلاف موجود وي خو لید لورې یې سره نېږدی دی.

خو د افغانستان په جمهوري ریاست کې چارواکو د کابینې د جوړولو پرسرد نویو پرمختګونو په اړه څه نه دي ویلي.

په داسې حال کې چې د نوې کابینې د غړو په معرفۍ کې ځنډ اندېښمې ډېرې کړي دي د افغانستان ملي وحدت حکومت ته نېږدې سرچېنې وايي، هیله من دي چې تر راتلونکو څو ورځو پورې دواړه مشران د نوې کابینې په اعلان سره سلا شي.

دغو سرچېنو وویل چې ولسمشرمحمد اشرف غني او اجرايي ریس ډاکټرعبدالله عبدالله دواړه هڅه کوي چې د لندن د کنفرانس تر جوړېدلو پورې د نوې کابینه یو شمېر وزیران اعلان کړي.

سید اقا فاضل سنچارکي چې د افغانستان اجرایه ریس ته له نېږدې کسانو څخه دی د پنجشنبې په ورځ یې ازادۍ راډیوته وویل چې د نوې کابینې د اعلانو په اړه د ولسمشر او اجرایه ریس لیدلوری سره نږدې دی:

″د کابینې د جوړولو په برخه کې د دواړو رهبرانو ترمنځ لیدلوری سره نېږدې شوی دی او د دواړو تیمونو څخه بهر هم د متخصصو کسانو لپاره ځای په پام کې نیول شوی دی، دغه شان د دواړوو ټیمونو د مشرتابه هڅه هم همدا ده چې د لندن تر کنفرانس د مخه یو شمېر د کابینې غړي اعلان کړي.″

په کابل کې د برېتانیا سفیرپه یوې ځانګړې مرکه کې ازادۍ راډیو ته ویلي، که د افغان حکومت کابینه د لندن ترکنفرانسه پورې اعلان نه شي نو ټاکل شویو اهدافو ته لاس رسی به ستونزمن وي.

بل خوا د افغانستان ولسي جرګې ویلي دي چې اوسمهالي حکومت خپل قانوني مشروعیت بایللی دی.

د دغې جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل، د سرپرستو وزیرانو د کار قانوني موده ختمه شوې ده، ولسمشر او اجرایه ریس باید ژرترژره نوې کابینه معرفي کړي.

په عین حال کې معین مرستیال چې ولسمشرمحمد اشرف غني ته له نږدې کسانو څخه دی وايي چې د کابینې د ژرترژره جوړولو لپاره هڅې روانې دي:

″زه ډاډه یم او باید د افغانستان خلکو ته ووایم چې د یو ځواب ګویه او ژمن حکومت لپاره هڅې کېږي، اختلاف نشته د نظرونو ترمنځ تفاوتونه دي چې مشورې پرې روانې دي.″

ښاغلي مرستیال وویل چې د څوارلسو وزیرانو پرسرد ولسمشراو اجرایه ریس ترمنځ سلا شوې ده.

په دې اړه مو د نویو معلوماتو د ترلاسه کولو په هدف وغوښتل چې د جمهوریت ریاست نظرهم ولرو خو د بیا، بیا اړیکو سره، سره د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر د جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د سیاسي چارو یو شمېرکارپوهان وايي چې د نوې کابینې د ځنډ لامل د ولسمشر او اجرايي ریس ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د متن او د یو شمېر وزارتونو او حکومتي ادارو د ادغام پرسر اختلافات دي.

ولسمشرمحمد اشرف غني د خپل کارپه لومړی ورځ ویلي ول چې نوې کابینه به تریوې نیمې میاشتې پورې معرفي کړي خو اوس چې شااوخوا پنځلس ورځې له ټاکلې مودې څخه اوړې لاهم د کابینه برخلیک نه دی معلوم.

د لندن کنفرانس ته له اونۍ کمې ورځې پاتې دي خو معلومه نه ده چې ولسمشرغني به دغه کنفرانس ته له نویو وزیرانو سره ولاړه شي که څنګه ؟

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG