د ولسي جرګې یو شمیر غړي وایې، په افغانستان کې په وروستیو بریدونو کې د پخواني حکومت ځيني غړي لاس لري.
دغه څرګندونې په ولسي جرګې کې د پکتیکا استازي نادرخان کټوازي نن (د جمعې په ورځ) په یوې خبري غونډه کې وکړې.
په همدې حال کې د امنیتي چارو ځيني کارپوهان هم وایي، ترهغو چې د افغانستان دولتي بنسټونه په جدي توګه تصفیه نه شي په دغه هېواد کې به د بې ګناه کسانو د وژلو لړۍ دوام وکړي.
د ولسي جرګې یو شمېراستازي په افغانستان کې په وروستيو بریدونوکې د تیر حکومت ځیني غړي ښکیل بولي.
په ولسي جرګه کې د پکتیکا استازي نادرخان کټوازي د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې وویل چې، د تیرحکومت یو شمېرغړي ځکه دا کارکوي چې د نوموړي په وینا نوی حکومت ورسره محاسبه ونکړي.
ښاغلي کټوازي دا خبرې د پکتیکا د پيښې د قربانیانو د یاد په غونډه کې وکړې:
″زه نن دا په ښکاره وایم چې، په دې بریدونو کې د تیرې فاسدې ادارې فاسد اشخاص برخه لري.
هغه زورواکي، د ځمکو غاصبین او قاتلین چې له دې ویریږي چې راتلونکی حکومت زموږ سره محاسبه کوي، په حکومت باندې یو ډول فشار دی چې راولي یې.″
که څه هم ښاغلي کټوازي د کوم چارواکي یا کس نوم یاد نه کړ، خو ویي ویل چې حمله کوونکي د ځينو چارواکو په واسطه ښارونو ته انتقالیږي.
نوموړي پرنوي حکومت غږ وکړ چې دا ډول کسان معلوم او پر وړاندې یې اقدام وکړي.
دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایې، په وروستیو دوو میاشتو کې د افغانستان په سترو ښارونو کې راکټي او ځان وژونکي حملې او چاودنې زیاتي شوي دي.
په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان هم په دې باوردي چې، په نظام کې دننه ځينې کړۍ شته چې په وسله والو حملو او چاودنکو کې یو نه یو ډول لاس لري.
د امنیتي چارو کارپوه هلال الدین هلال ازادۍ راډيوته وویل چې، په نظام کې دننه د دا ډول کسانو په پيژندنه کې استخباراتي ضعف د دې سبب ګرځيدلی چې، ملکي وګړي د تروریستي حملو قرباني شي:
″زه په دې باور یم چې تر اوسه هم زموږ په امنیتي او دولتي ادارو کې داسې کسان شته چې له هغو شبکو سره لاس لري. ترڅو چې دغه ادارې په داخل کې تصیفه نه شي او ظرفیتونه لوړ نه کړي چې د دغو شبکو مخه ونیسي په افغانستان کې به دغه مشکل همداسې دوام لري.″
دا په داسې حال کې ده چې، په پکتیکا کې تیره یکشنبې په یوې خونړۍ چاودنه کې شاوخوا شپيته تنه ملکیان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شوه.
په تیرو دوو اونیو کې کابل ښارهم د لسو انتحاري حملو او چاودنو شاهد و چې په کې ترډيره ملکي وګړي قرباني شول.
که څه هم افغان چارواکي په دولت کې د داسې کسانو شتون ردوي چې له تروریستي ډلو سره لاس ولري، خو کارپوهان وایي ترهغو چې له نظامه دننه له تروریستانو سره مرسته ونشي، دا ناممکنه ده چې هغوي دې په افغانستان کې په دې کچه حملې وکړي.