د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د لندن کنفرانس لپاره د افغان میرمنو مهم او عمده مسایل


په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېرفعالانې وايي چې د ملي وحدت حکومت باید په مهمو ځایونو کې ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړي، د رژیم د مخالفو وسله والو ترمنځ د سولې په خبرو کې باید ونډه ولري او د ښځو د حقونود تامین لپاره هڅې باید له سبمولیکه وضعیته ووځي.

دا هغه عمده مسالې دي چې د افغانو ښځوهیات به یې د لندن په نړېوال کنفرانس کې مطرح کړي.

د افغانستان د سنا یوه غړې صدیقه بلخي وايي، د لندن په کنفرانس کې د ښځو د ګډون یوهدف د دې مسالې راپورته کول دي چې په نوي حکومت کې ښځو ته د هغوي د وړتیا پراساس ونډه ورکړه شي.

د افغانستان د سنا غړې صدیقې بلخي ازادۍ راډیوته وویل چې زیاتې افغانې ښځې په نوي حکومت کې پرکلیدي چوکیو د کار کولو وړتیا لري او کولای شي چې د حکومت او د رژیم د مخالفینو ترمنځ د سولې لپاره رغنده رول ولوبوي.

میرمن بلخي وویل، په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت دواړو مشرانو ته ښايي چې د ښځو د سیاسي پیاوړتیا لپاره خپلې ژمنې عملي کړي او د ښځو پر وړتیا باور څرګند کړي:

″دا باید څرګنده شي چې نارینه څومره غټ زړه لري، ولسمشر او اجرایې ریس ترکومه حده د ښځو پرظرفیتونو اعتماد رامنځ ته کولای شي او د ښځو له وړتیا، استعداد او تجربو څومره کار اخیستلای شي څو د ښځو حق ضایع نه شي.″

صدیقه بلخي زیاتوي چې افغانو ښځو په تیرو دیارلس کلونو کې په سیاسي او اقتصادي چارو کې د فعالیت ښه تجربه وکړه او دوي ته باید اجازه ورکړه شي چې له خپلو دې تجربو په راتلونکي حکومت کې عملي کار واخلي:

″موږ نور نه غواړو چې نړېوالو ته دا ووایو چې دومره ښځې په پارلمان یا کابینه کې دي بلکه موږ باید بلاخره دا څرګنده کړو چې ښځو ته د هغوي د لیاقت پر اساس او د هغوي د خصص پر اساس کار ورکړ شي. ښځو ته باید حق ورکړ شي او دا خبره باید له تشریفاتي او سوغاتي حالت څخه ووزي.″

ټاکل شوې چې د راتلونکې میاشت [ډیسیمبر] په لومړۍ اونۍ کې په لندن کې د افغانستان په اړه یو نړېوال کنفرانس جوړشي.

دا به د افغانستان په اړه د توکیو د کنفرانس د بحثونو ادامه وي او له دې هیواد سره د نړیوالو پر تعهداتو به خبرې په کې وشي.

په افغانستان کې د ښځو شبکه په نوم د فعالانو د یوې ټولنې مشرې حسینې صافۍ ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم د نوي حکومت له جوړیدو ډیر وخت نه تیریږي خو داسې څرګندیږي چې د ښځو د سیاسي ونډې د زیاتولو لپاره پر خپل تعهد ولاړ دي.

میرمن صافۍ وویل، چې په لندن کې د افغانستان په اړه جوړیدونکي نړېوال کنفرانس ته درې عمده وړاندیزونه لري:

″موږ له ښځو سره ترسلا او مشورې وروسته، د اجنډا په نوم د وړاندیزونو یو لست برابر کړي چې درې عمده ټکي لري.

لومړی دا چې په ټاکونکو پوستونو کې د ښځو شمېرزیات شي او د سولې په خبرو کې ونډه ورکړه شي.

دوهم، د افغانستان په ملي انکشافي بودجه کې د ښځو د پروګرامونو لپاره تخصیص وټاکل شي او دریم دا چې د ښځو لپاره د هغوي د خپلو وړاندیزونو پر اساس پراختیايي پروګرامونه عملي شي. ″

د ملګروملتونو سازمان روانه اونۍ په یوه رپوټ کې وویل چې په افغانستان کې نږدې اتیا فیصده افغانې ښځې د تشدد تر بېلابېلو ډولونو لاندې دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت په تیرو اتو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د زور –زیاتي څه باندې دوه نیم زره پيښې ثبت کړې چې ډيرې یې په لویو ښارونو کې دي.

د دې وزارت په وینا، د امنیت د خرابوالي له امله په کلیوالي او لرې پرتو سیمو کې د ښځو په وړاندې د تشدد په اړه دقیق رسمي ارقام نه شي را غونډولاي خو غالبا هلته داسې ډيرې پيښې پټې پاتې کیږي.

XS
SM
MD
LG