د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

"د نوې کابینې یوه برخه ممکن په دوو ورځو کې اعلان شي"


افغانان د ملي وحدت حکومت ته زیات هیله من وو چې په هیواد کې به د نورو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په حلولو سربیره؛ د سولې او امنیت په ټینګښت کې هم پاخه ګامونه پورته کړي او افغانان به له دې روان ناورین نه چې کلونه کلونه ورسره لاس او ګریوان دي، خلاص شي.

خو د ملې وحدت حکومت په تیرو تقریباً شپیتو ورځو کې ونشو کړای چې نوې کابینه جوړه کړې او د ځینو کارپوهانو په وینا؛ جمهور رییس او اجراییه رییس د وزیرانو په ټاکنې او یا په بله ژبه د سهمیو پرسر اختلافات لري.

له بلې خوا، جمهور رییس اشرف غني او اجراییوې رییس عبدالله عبدالله ته نږدي کسان وایي، کابینه ممکن نن یا سبا اعلان شي.

جمهور رییس اشرف غني ته نږدې کسان وایي؛ د نوې کابینې یوه برخه ممکن په دوو ورځو کې اعلان شي.

د اجراییوې رییس عبدالله عبدالله ویاند مجیب الرحمن رحیمي هم آزادي راډیو سره خبرو کې وویل؛ د نوې کابینې په جوړېدو کې زیات پرمختګ شوی او زیاته برخه به یې د لندن له کنفرانس نه مخکې اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهور ريیس اشرف غني ته یوه نږدي کس هم دا مساله تایید کړې او وایي، د کابینې یوه برخه به د نن ورځې په وروستیو کې او یا د یکشنبې په ورځ اعلان شي.

دغه کس چې د نامه له ښودلو يې ډډه وکړه؛ آزادي راډیو ته یې دا هم وویل؛ د جمهور رییس او اجراییوي رییس ترمنځ د مهمو وزارتونو لکه دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو په ګډون؛ پر پنځلسو وزارتونو توافق شوی او د نورو په اړه یې خبرې روانې دي.

جمهور رییس ته نږدې منبع دغه راز وویل؛ د نوې کابینې زیاته برخه به د نن ورځې په وروستیو کې او یا به د یکشنبې په ورځ بروکسیل او لندن ته د جمهور رییس غني له سفر مخکې اعلان شي.

د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس به ډسمبر په څلورمه نیټه جوړ شي او مشري به یې افغانستان او بریتانیا په ګډه کوي. تمه ده چې نړیواله ټولنه په دې کنفرانس کې له افغانستان سره د خپلو مالي مرستو دوام اعلان کړي.

له بلې خوا، په کابل کې د بر یتانیا سفیر د چهارشنبې په ورځ آزادي راډیو سره په یوې خاصې مرکه کې ویلي وو؛ که د لندن له کنفرانسه مخکې د ملي وحدت حکومت کابینه اعلان نه شي، د ټاکلو هدفونو پوره کول به ډير ګران وي.

ریچارډ سټاګ وویل:

"زما په فکر، که چیرې د لندن له کنفرانس مخکې نوې کابینه یا نوي وزیران ونه ټاکل شي؛ دا به ډيره ګرانه وي چې ټاکلې هدفونه تر لاسه کړو.

موږ فکر نه کوو چې د لندن په کنفرانس کې د نویو وزیرانو نه شتون به یو مصیبت وي؛ خو دا به د نوي حکومت لپاره هغه فرصت په لاس ورنه کړي چې وښیي دوی به خپل پلانونه عملې کړي.

د پلانونو د عملي کولو لومړۍ برخه د نوي حکومت تشکیل دی. په دي توګه موږ فکر کوو دا یوه ستره مساله ده."

جمهور رییس اشرف غني د روان عیسوي کال د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې په کار پیل وکړ او ژمنه یې کړې وه چې د پنځه څلویښتو ورځو په دننه کې به نوي کابینه جوړوي.

له بلې خوا، د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د نوې کابینې د نه جوړېدو له امله په افغان حکومت سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې حکومت مشروعیت له لاسه ورکړی دی.

ده د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل؛ د قانون له مخې د سرپرستو وزیرانو د کار موده ختمه شوې؛ جمهور ريیس او اجراییوې ريیس مکلف دی چې ډير ژر نوې کابینه اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG