د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

د کابل په کارته ۳ کې د بهرنیانو پر مېلمستون وسله وال برید شوی


د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د کارته سه په سیمه کې د دو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې له چاودنو وروسته په سیمه کې ډزې هم اوریدل کیږي او پولیس دې سیمې ته رسیدلي دي.

که څه هم ښاغلي صدیقي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل؛ خو عیني شاهدانو ازادي راډیو ته ویلي، چې د حکومت وسله والو مخالفینو د کارته سه په سیمه کې د بهرنیو په یوه میلمستون جګړه پيل کړې ده.

د ازادي راډیو خبریال د پیښې ځای ته تللی او وروسته به په دې اړه نور معلومات تاسو ته وړاندې شي.

تراوسه چا د دې جګړې مسولیت هم نه دی اخیستی.

دا حمله په داسې حال کې کیږي چې نن په کابل ښار کې امنیتي تدابیر یو څه جدي وو.

د جمعې په شپه یوه ډله وسله والو په وزیراکبرخان مینه کې هم د بهرنیو په یوه میلمستون حمله کړې وه.

XS
SM
MD
LG