د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

اشرف غني وايي نوې کابينه به په ٢ يا ٤ اوونيو کې اعلان شي


دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د وړ کسانو څخه به کابینه جوړوي.

نوموړی چې د اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله سره یې یوځای خبري غونډې ته وینا کوله دایې هم وویل چې په نږدې وختونو کې به کابینه اعلان شي.

دواړو مشرانو په دې موقع موافقه ښکاره کړه چې کابینه به د څلورو نکتو په پام کې نیولو سره جوړوي.

اشرف غني زیاته کړه چې تر دې وروسته به تر څو چې نوې کابینه ټاکل کیږي د وزارتونو معینان سرپرست وزیران وي.

همدارنګه اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله په دې موقع دپخوانۍ کابینې له وزیرانو څخه چې د سر پرستو وزیرانو په توګه یې دنده پرمخ وړله مننه وکړه.

دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې په راتلونکیو دوو یا څلورو اونیو کې به نوې کابینه معرفي شي.

تردې وړاندې ګنګوسې وې چې د وزارتونو د ویش په سر د ولسمشر غني او اجرایوي مشر عبدالله ترمنځ اختلافات رامنځ ته شوي دي.

XS
SM
MD
LG