د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

"د جنرال هارلوډ ګرین وژونکی افغان سرتیری د طالبانو سړی نه و"


امریکايی ډګر جنرال هارلوډ ګرین چې په تېر اګست میاشت کې د یوه افغان سرتیري له خوا ووژل شو.
امریکايی ډګر جنرال هارلوډ ګرین چې په تېر اګست میاشت کې د یوه افغان سرتیري له خوا ووژل شو.

د امریکا پوځ وايي هغه افغان سرتیری چې په تیره اګست میاشت کې يې یو امریکايي جنرال په ډزو وواژه، د طالبانو سړی نه و.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندې راپور وايي؛ د افغان پوځ هغه سرتیری چې په تیره اګسټ میاشت کې يې په کابل کې یو امریکايي جنرال په ډزو وواژه؛ د طالبانو سړی نه و.

د دې راپور له مخې تر اوسه داسې هیڅ ثبوت او شواهد نشته چې وښيي؛ د ډګر جنرال "هارلوډ ګرین" وژنه له مخکې پلان شوې وه او یا کومه دسیسه وه.

د متحده ایالاتو پوځ وايي، ښايي برید کوونکي شخصي انګیزه او یا کوم ډول رواني ستونزه درلوده؛ څه چې افغان چارواکو د دې پیښې اصلي علت ګڼلی دی.

د افغان چارواکو په وینا، برید کوونکی "رفیق الله" نومیده چې د افغان ځواکونو په لیکو کې يې وظیفه ترسره کوله.

د جنرال ګرین وژنه د ناڅرګندو دلایلو له امله د هغو بریدونو د لړی برخه ده چې د افغان ځواکونو له لیکو څخه پر امریکايي او نورو بهرنیو سرتیرو ترسره شوي دي.

د دې حملوله امله یوازې په ۲۰۱۲ کال ۶۰ بهرني عسکر چې ډیری يې امریکایان وو؛ وژل شوي وو.

جنرال ګرین د ویتنام له جګړې وروسته لومړنی لوړ رتبه امریکايي پوځي و چې تر اوسه پورې د افغانستان په جګړه کې وژل شوی دی.

د متحده ایالاتو د پوځ په راپور کې د تیرې اګسټ میاشت په پینځمه نیټه د جنرال ګرین د وژل کیدو د څرنګوالي او دا چې په څه ډول دغه افغان سرتیري له یوې کړکۍ څخه د "ایم ۱۶" ټوپک په واسطه ډزې وکړې؛ پوره جزئیات خپاره شوي دي.

د راپور له مخې رفیق الله د هغې تشناب له کړکۍ څخه چې د پوځي چارواکو غونډه ترې ښکارې ده؛ ډزې وکړې چې د جنرال ګرین د وژل کیدو او ۱۸ نورو کسانو د ټپي کیدو سبب شوې.

فرانس پریس خبري اژانس د امریکا د پوځ د تحقیقاتو د راپور له مخې ویلي چې د دغې پیښې په ورځ هغه شان چې لازمه د امنیتي تدایبرو په برخه کې همغږي نه وه.

د متحده ایالاتو پوځ ویلي، دا پیښه په ظاهره یو انفرادي اقدام و چې مخکې له مخکې يې په اړه خبرداری نه ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG