د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د سترې محکمې د دارلانشا رییس عتیق الله روفي ووژل شو


د کابل امنیې قومندانۍ تایید کړه، چې د سترې محکمې د دارلانشا رییس عتیق الله روفي نن د وسله والو په یوه برید کې ووژل شو.

د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو نن سهار د نهو بجو په شااوخوا کې د پنځمې امنیتي حوزې د دیوان بیګي په سیمه کې پر نوموړي حمله وکړه.

طالبانو د دې حملې مسولیت اخیستی او ویلي یې دي چې روفي یې په یوه غلچکي برید کې وژلی دی.

تیر کال د جوزا په میاشت کې د سترې محکمې مخې ته یوه انتحاري حمله وشوه چې د دې ادارې ۱۷ کارکوونکي په کې ووژل شول او نږدې څلویښت نور ټپيان شول.

پخواني معلومات:

د افغانستان د سترې محکمې د دارلانشا رییس عتیق الله روفي نن سهار د حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا ووژل شو.

د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو رییس فرید افضلي ازادي راډیو ته وویل چې د کابل په پنځمې امنیتي حوزې کې د ترور یوه پيښه شوې؛ خو د روفي د وژل کیدو په اړه یې څه ونه ویل.

تراوسه د سترې محکمې چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په استول شوي پيغام کې ویلي چې روفي یې د دیوان بیګي په سیمه کې په یوه چریکي برید کې وژلی دی.

XS
SM
MD
LG