د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

کارپوهان: په دې وروستيو کې القاعده شبکه ډېره ضعيفه شوې


د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو څارونکي وايي، په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو او همداراز د پاکستانيو پوځيانو په عملياتو کې په دې سيمه کې مېشتو د القاعده شبکې وسله والو ته ته ستر زيان اوښتى، چې له امله به يې په سيمه کې ترورېستي فعاليتونه ټکني شي.

دوى دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي، چې په دې وروستيو کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبآيلي سيمو کې د امريکا په بې پيلوټه الوتکو او همدراز د پاکستانيو ځواکونو په عملياتو کې د القاعده شبکې ډېرى وسله وال وژل شوي دي.

په دغو وسله والو کې د دغې شبکې د بهرنيو عملياتو د مشر عدنان الشکري جمعه په ګډون؛ په پاکستان او افغانستان کې د القاعده شبکې پخوانى وياند عمر فاروق هم شامل دي چې يو يې د پاکستانيو ځواکونو په عملياتو او بل يې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې ووژل شو.

د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو څارونکي دغو وژنو ته په کتو وايي چې له دې امله القاعده شبکې ته ستر زيان اوښتى دى او ښايي په سيمه کې يې فعاليتونه نور هم ټکني شي.

د سياسي او سيمه ييزو چارو کارپوه رحيم الله يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل؛ که څه هم په سيمه کې د القاعده شبکې مشران اوس هم موجود دي؛ خو تر وروستيو بريدونو وروسته دوى کمزوري شوي دي:

"د دې کسان خو مخکې نه کم دي د القاعدې. دا څه کسان چې اوس نور مړه شول، نو القاعده خو مخکې نه هم کمزورې وه؛ اوس به نوره هم کمزورې کېږي. د دې فعاليت خو په افغانستان او پاکستان کې ډېرکم شوى دى؛ خو مشران يې البته اوس هم په دې سيمه کې موجود دي؛ لکه ډاکټر ايمن الظواهري، سيف الله عادل، دا کسان په دې ځاى کې موجود دي.

زما په خيال دا اوس چې د القاعدې دوه کسان وژل شوي دي؛ دوى سره به دوى نور هم کمزوري شي."

په شمالي وزيرستان کې د القاعده شبکې د بهرنيو عملياتو مشر تر هغې وروسته وژل شوى؛ چې په سيمه کې د القاعده يوه ځايي وياند اسامه محمود منلې وه چې د نومبر په ٩مه نېټه د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو په يوه بريد کې د شبکې دوه جګپوړي غړي وژل شوي وو؛ چې يو يې د پاکستاني پوځ متقاعد پوځي و.

همداشان د سند ايالت د مرکز کراچۍ ښار امنيتي چارواکيو د جمعې په ورځ ادعا کړې وه چې په دې ښار کې يې القاعده شبکې د مشر شاهد عثمان په ګډون د دې شبکې پېنځه غړي نيولي دي.

د دفاعي چارو کارپوه او پخوانى ډيپلومات رستم شاه مومند له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل؛ په وروستيو کې د القاعده شبکې د مشرانو د وژلو له امله به په سيمه؛ په ځانګړې توګه په پاکستان کې دننه د دغې ډلې ترورېستي فعاليتونه ټکني شي:

" زه فکر کوم چې القاعده کمزورې شوې هم ده؛ بل دا چې د دوى چې کوم مشران دي؛ دوى تيتر بيتر شوي دي، د دوى يو بل سره روابط اوس ډېر ضعيفه شوي دي او د وسايلو له طرفه هم دوى ډېر کمزوري شوي دي.

دلته هغه چې کوم قطبي وزيرستان کې چې کوم کارروايي شوې ده؛ د دې نه پس هغه خلک په منډه باندې دي؛ څوک افغانستان ته لاړل، څوک دلته په پوله باندې پټ دي؛ هغه مؤثر کارروايانې او صلاحيت يې لاره، هغه اوس نور نه شي کولاى.

په دې حالاتو کې چې خلکو نقل مکاني وکړه؛ هجرت وکړ، نو د هغوى چې کوم د بودجو منابعو وو، هغه منابع هم ختمې شوي دي."

د يادونې وړ ده چې په ٢٠٠١م کال کې پر امريکا تر ترورېستي بريدونو وروسته چې مسووليت يې د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده ترورېستي ډلې منلى و؛ د اسامه بن لادن په ګډون د دې شبکې ګڼ شمېر جګپوړي غړي په پاکستان کې يا خو د پاکستانيو ځواکونو په عملياتو او يا هم د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې وژل شوي او يا هم ددې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ژوندي نيول شوي دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG