د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

جان کري او سرګي لاوروف په روم کې سره ګوري


سپينه ماڼۍ وايي چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري به نن په روم کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره ګوري.

دواړه ډيپلوماټانپه داسې حال کې سره ګوري چې د مسکو چارواکي د امریکا د نویو بندیزونو او د دې امکان له امله چې ښايي امریکا د اوکراین پوځ ته وسلې او جنګي وسایل ورکړي؛ په شدت په قهر دي.

د امریکا سنا پرون د "اوکراین د ازادۍ ملاتړ" په نوم یوه لایحه صویب کړه چې پر روسیه لګیدلي بندیزونه زیاتوي او له اوکراین سره د درې نیم سوه ملیون ډالروپه ارزښت پوځي مرسته تاییدوي.

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سرګې لاوروف د روسیې خبري اژانس انټرفاکس ته ویلي: "په دې کې شک نه شته چې موږ به دا کار بې ځوابه نه پریږدو."

امریکا تر اوسه له اوکراین سره په مستقیم ډول د پوځي مرستو په اړه له احتیاطه کار اخیست؛ ځکه ویره یې درلوده چې په دې ډول به د اوکراین بحران په غیر مستقیم ډول؛ د امریکا او روسیې د جګړې بڼه خپله کړي.

د امریکا د سنا له خوا نوې لایحه له ولسمشر اوباما غواړي "قانوني الزام نه لري" چې له اوکراین سره د جنګي وسایلو او پوځي تجهیزاتو لکه ټانکونه؛ وسلې، چاودیدونکي مواد او د پوځي څارنې بې پیلوټه الوتکې ورکړي.

ویل کیږي چې په تیرو اتو میاشتو کې په اوکراین کې د حکومت او بیلتون غوښتونکو ترمنځ په لانجه کې څه باندې څلور نیم زره کسان وژل شوي او تر یوولس زره پورې زخمیان دي.

ملګري ملتونه وايي چې په اوکراین کې د روان بحران له امله تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي دي.

په داسې حال کې چې د روسیې اقتصاد د غربي هیوادو د بندیزونو له امله شدیده ضربه لیدلې؛ د امریکا تازه بندیزونه دا هیواد د ناوړه اقتصادي حالت سره مخامخ کولای شي.

په کییف کې د پارلمان غړ و د امریکا د سنا دا اقدام ستایلی او یو تاریخي ګام یې بللی دی. د اوکرایین پارلمان له ډېرې مودې راهیسې له امریکا څخه د پوځي مرستو او تجهیزاتو غوښتنه کوله.

سره له دې چې د روسیې د بهرنیوچارو وزارت وايي چې په روم کې د جان کرې او سرګې لاوروف په نننۍ لیدنه کې به د خبرو زیات تمرکز په منځني ختیځ کې پر روانو حالاتو وي؛ خو د روسیې او امریکا ترمنځ د بندیزونو مساله با هم مطرح شي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي چې د لاوروف او کرې ترمنځ دا لیدنه د دوشنبې لپاره پلان شوې وه.

XS
SM
MD
LG