د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

"په نړۍ کې د خطرناکې سړې جګړې د احتمال په اړه ژوره اندېښنه"


د نوبل د سولې د جایزې ګټونکو پرون وویل چې دوی د یوې نوې لا خطرناکې سړې جګړې له احتماله ژوره اندېښنه لري.

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکو پرون په نړۍ کې د کړکېچونو او ګواښونو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکو په روم کې د یوې غونډې په پای کې یو بیان خپور کړ او د اټومي جګړې او د یوې بلې لا خطرناکې سړې جګړې په ګډون د نړیوالو کړکېچونو او ګواښونو پر زیاتېدو یې ژوره اندېښنه وښوده.

په بیان کې راغلي چې د دې ګواښونو ریښه د ځینو لویو قدرتونو په دې نظر کې ده چې ګنې خپل هدف ته له پوځي لارو رسېدلای شي.

بیان یادونه کوي چې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکي د اختلافونو د حل لپاره له زوره د لومړنۍ وسیلې په توګه په دوامداره توګه کار اخیستل غندي او زیاتوي چې جګړې په پوځي لارو نه حل کېږي.

د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکو بیان افغانستان؛ عراق، سوریه او ځینې نور هېوادونه یادوي چې وسله وال کړکېچونه په کې روان دي. د دوی په بیان کې د اوکراین د کړکېچ یادونه هم شوې او ویل شوي چې په دې هېواد کې روانه جګړه د اروپا ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي.

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکو همداراز د اسراییلو او فلسطین او د سودان په جنوب کې د کړکېچ پر دوام ژوره اندېښنه ښودلې ده.

په بیان کې د مذهب تر نقاب لاندې د مذهبي تعصب ګواښ ته هم اشاره شوې او په منځني ختیځ کې د پېښو پر خطرناک بدلون چې له یوې ورځې بلې ته دوام کوي اندېښنه ښودل شوې.

د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکو د څوارلسمې غونډې په ګډونوالو کې چې د جمعې په ورځ په روم کې پیل شوه او تېره ورځ پای ته ورسېده، د چین د تبت د سیمې د بوداییانو مذهبي مشر دالای لاما، د پخواني شوروي اتحاد مشر میخایل ګرباچف، په ایران کې د بشري حقونو فعاله شیرین عبادي او په لایبریا کې د سولې فعاله لیماه ګبووي شامل وو.

XS
SM
MD
LG