د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

"په شانګهای سرمشریزه کې به افغانستان د سیمې د همکارۍ د راجلبولو هڅه وکړي"


د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان ګډون د دغه هیواد د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم ګڼي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې په دغه غونده کې به افغانستان د یوه څارونکي هیواد په توګه د امنیت او اقتصاد په برخه کې د سیمې د هیوادونو د همکاریو د خپلولو لپاره خپل وړاندیزونه مطرح کړي:

"افغانستان به هلته خپلې غوښتنې مطرح کړي او د نورو هیوادونو د لا همکارۍ د خپلولو هڅه به وکړي؛ افغانستان به د اساسي ثبات د راوستلو، امنیت او د یو ټرانزیټ هېواد په توګه د دغه هیواد د معرفي لپاره هڅه وکړي؛ تر څو په دې توګه په افغانستان کې د پانګونې لپاره لیوالتیا پیدا شي."

د یادونې ده چې د شانګهای د همکاریو د سازمان په دولسمه غونډه کې د ګډون په هدف د افغان حکومت اجرايي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د یو يلاوي په مشرۍ استانې ته تللی دی.

په دغه غونډه کې به د امنیتي، اقتصادي او تجارتي همکاریو په پراختیا او او په سیمه کې د امنیتي ستونزو پر سر خبرې وشي.

د شانګهای د همکاریو سازمان په دوزره او لومړي میلادي کال کې د امنیتي؛ اقتصادي او فرهنګي همکاریو په هدف؛ د چین، روسیې، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان د مشرانو له خوا جوړ او افغانستان په دوه زره او دولسم میلادي کال کې د څارونکي هېواد به توګه ورسره یو ځای شو.

افغان اقتصادي کارپوهان په داسې حال کې چې د شانګهای په غونډه کې د افغانستان ګډون ډېر مهم ګڼي؛ وايي چې په کار ده، په داشان غونډو کې په شویو پرېکړو ټینګار وشي.

د اقتصادي چارو یو کارپوه تاج محمد اکبر ازادۍ راډیو ته وویل چې په دغه غونډه کې ګډون کوونکي هیوادونه باید د خپلو پرېکړو عملي کولو ته ژمن اووسي:

"یو مشکل چې دلته وجود لري؛ هغه دا چې په نورو کنفرانسونو کې هم هغه پرېکړې چې کېږي هغه نه عملي کېږي؛ مثلاً تاسې وګورئ افغانستان په وچه کې پروت دی او ټرانزیټي لاره نه لري اما بیا هم د منطقې هیوادونه او زنونږ ګاونډیان هغه پرېکړې چې په نورو کنفرانسونو کې کړي؛ مثلاً د پاکستان له خوا نه یا د ایران له خوا نه هغه پرېکړې چې کېږي هغه تر پښو لاندې کېږي او نه عملي کېږي."

یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې د شانګهای د همکاریو د سازمان نه د ښو نتیجو په تر لاسه کولو سره افغانستان کولای شي؛ د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د یوه پول بڼه غوره کړي.

یو شمیر نور کارپوهان بیا د شانګهای غونډه د افغانستان د سولې او امنیت لپاره هم یو ښه فرصت بولي.

د دوی په وینا، روسیه او د منځنۍ اسیا هیوادونه په سیمه کې د ټروریزم له پراختیا نه په اندېښنه کې دي او په دې توګه افغانستان کولای د شانګهای د غړیو هیوادونو توجه دغې پدیدې ته د مبارزې په برخه کې لا زیاته کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG