د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

کندز: د خان اباد اوسېدونکي د غیر مسووله وسله والو د خپل منځي جګړو له امله زیانمن شوي


د کندز د خان ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې ولسوالۍ کې له اتو وروځو راهیسې د غیر مسوولو وسله والو ترمنځ خپل منځې جګړه روانه ده چې تردې دمه په لسګونه کورنې زیانمې او بې ځایه شوي دي؛ همدارنګه ملکي خلکو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

دوی همداراز وايي چې په وار وار یې مرکزي حکومت ته خپلې ستونزې رسولي؛ خو تر اوسه پورې مرکزي حکومت پرته له تشو وعده کوم عملي اقدام نه دی کړی.

د دې ولسوالۍ دوه تنو اوسېدونکې په سیمې کې ازادۍ راډیو ته خپلې ستونزې داسې بیان کړي:

"انور یم. یو هاوان په یو کور کې ولګيده چې له امله یې یو ښځه مړه شوه او یوه نجلۍ زخمي شوه؛ خلک له ډېر ستونزو سره مخامخ دي؛ دغه ستونزې ټولې غیرمسوولو وسله والو جوړې کړي؛ بازار کې څوګ نشته، دولت باید د دغو غیر مسوولو وسله والو مخنیوی وکړي.

۲- ظاهر یم. زه د دغې جګړه متضرر یم. دغه جګړه له پاسه تمویلیږي تراوسه پورې په دې جګړه کې څلور نفره مړه دي؛ لس دولس نفره زخمیان دی، یو دوه کوره چور شوي دي. همدارنګه نور ټول کورنو د تهدید لاندې دي؛ اوس دلته اربکیان په هر کور باندې پنڅوس نفره پراته دي؛ درې وخته ډوډۍ غواړي چې هغه کوروالا د خپل ځان ډوډي ته حیران وي؛ دولت باید دغه کسان خلع سلاح کړي."

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري هم د خلکو ادعاوې تاییدوي؛ خو وایي چې د خان آباد ولسوالۍ د نورو سيمو په پرتله زیات نفوس لري او د پولیسو شمېر ډېر کم دی.

امیري ازادۍ راډیو ته وویل چې په دې اړه یې د کندز ولایت لوړ پوړې چارواکي همدارنګه مرکز کې لوړ پوړې چارواکي خبر کړي دي:

"شاوخواه ۴۰۰ کسان دواړو ښکيلو خواوو ته د همکار په حیث راغلي او اوس هم په سنګرونو کې ناست دي؛ موږ له ولایت سره دغه موضوع شریکه کړې؛ همدارنګه له وکیلانو سره مو شریکه کړې؛ څو د خان اباد مظلوم ولس غږ لوړ پوړو چارواکو ته ورسوي چې په دې اړه یو منظم پلان ونیسي؛ دغه کوم مسلح کسان چې واقعیت له دولت سره همکاره دي؛ دوی باید په قانوني چوکاټ کې ځای پرځای شي او هغه مسلح کسان چې خلکو ته او دولت ته ستونزې جوړوي باید مرکزي دولت یو پلان ورته ونیسي."

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازې فاطمه عزیز له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د خان اباد ولسوالۍ په اوسني وضعیت اندېښنه وښودله؛ دا وايي چې د غیر مسوولو وسله والو خپل منځي جګړو له امله په دې ژمي کې په لسګونه کورنۍ بې ځايه شوي دي او دا مهال له بېلا بېلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

هغې په مرکزي حکومت غږ وکړ چې باید په دې ولسوالۍ کې غیر مسوولو وسله والو ته د حل لاره پیدا کړي.

د یادونې ده چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پرمهال محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله؛ د کندز خلکو ته ویلي وو چې د بریا په صورت کې به دوی په لوړمي قدم کې په دې ولایت کې غیر مسوول وسله خلع سلاح کړي؛ خو تر اوسه پورې دوی په دې اړه کوم جدي غبرګون نه دی ښودلی.

د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې؛ یوازې په خان اباد ولسوالۍ کې ۳۰۰۰ غیر مسوول وسله شتون لري چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG