د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

"د غیرمسوله وسله والو د بې وسلې کیدو کمپاین ښې لاسته راوړنې لري"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په شمالي ولایتونو کې یې د غیرمسوله وسله والو د بې وسلې کیدو او نیولو کمپاین ښې لاسته راوړنې لري.

د دې وزارت مسولین وایي، چې د دې کمپاین پرمهال تر اوسه لسګونه غیرمسوله وسله وال نیول شوي دي.

خوپه عین حال کې یوشمېرافغان څيړونکي وايي، دا ډول کمپاینونه ترهغې ګټه نه کوي چې په حکومت کې دننه د غیرمسووله وسله والو ملاتړي له دندو لیري نه شي.

نږدې درې میاشتې کیږي، چې حکومت په شمالي ولایتونوکې د غیرمسوله وسله والو د بې وسلې کیدو کمپاین پیل کړی، خو لا هم په دغو ولایتونو کې خلک د غیرقانوني وسله والو له ناوړه کړنو ځوریږي.

په دې وروستیو کې په ولسي جرګه کې د کندزاستازو وویل، چې په خان اباد ولسوالۍ کې د دووغیرمسوله وسله والو ډلو ترمنځ څو ورځنۍ جګړه روانه وه او له امله یې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي.

له کندزسربیره په پروان، بغلان او یو شمېرنورو شمالي ولایتونو کې هم خلک په وار وار د غیرمسوله وسله والو له ناوړه فعالیتونو شکایت کوي.

غوښتل مو په دې برخه کې د کورنیوچارو وزارت د پيل شوي کمپاین له لاسته راوړنو او ګټور خبر شو.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته په دې اړه داسې وویل:

″د دې کمپاین پرمهال موږ لسګونه میله مختلف النوع وسلې، نقلیه وسایط او یو شمېرهغه کسان مو نیولي چې په ناامنیوکې لاس درلودل د امنیتي کسانو له لوري نیول شوي دي.″

د کندزپه خان اباد ولسوالۍ کې د غیرمسوله وسله والو د یوه توغول شوي هاوان له امله د یکشنبې په ورځ یوه میرمن ووژل شوه او دوه ماشومان ټپیان شول.

کورنیو چارو وزارت شااوخوا درې میاشتې وړاندې د دې لپاره په یو شمېرشمالي ولایتونوکې د غیرمسوله وسله والو د نیولو کمپاین پیل کړ، چې د دې ولایتونو اوسیدونکي د دې ډلو له فعالیتونو تر پوزې ورسیدل.

که څه هم کورنیو چارو وزارت خپل پیل شوی کمپاین ګټور بولي، خو یو شمېرعام خلک او کارپوهان وایي، چې دې کمپاین د غیر مسوله وسله والو په فعالیتونو کوم اغیز نه دی کړی.

د پوځي چارو یو شمېرکارپوهان وایي، حکومت باید د غیرمسوله وسله والو د له منځه وړلو لپاره هغه دولتي کسان په ګوته او مجازات کړي، چې په لوړو څوکیو کار کوي.

جنرال عتیق الله امرخیل هم په همدې نظردی او زیاتوي، که حکومت د غیرمسوله وسله والو ملاتړي مشخص نه کړي، نو د کمپاینونو له لارې غیرمسوله وسله والې ډلې له منځه نه ځي:

″دا کمپاین باید له کابله پیل شوی وای ځکه چې د دوي ملاتړي د افغان حکومت په لوړ پوړو چوکیو کې کار کوي، نو ترهغې چې حکومت په دې برخه کې قوي اقدام ونه کړي نو فکرنه کوم چې د غیر مسوولو وسله والو فعالیتونه محدود یا له منځه لاړ شي.″

نوموړي وویل چې په هېواد کې د ډيرو ناامنیو سبب همدغه غیر مسوول وسله وال دي چې تر اوسه په خلاص لاس فعالیت کوي.

وسله والې غلاوې، انسان تښتونه، مرموزې وژنې او په بېلابېلو پلمود خلکو ځورونه هغه شکایتونه دي چې د یوشمېرولایتونو اوسیدونکي د غیرمسووله وسله والو په اړه کوي.

د چارو یو شمېرکارپوهان هم د جنایي جرمونو د کمېدو او امنیت په خاطرد غیرمسووله وسله والو کسانو پر وړاندې مبارزه مهمه ګني خو ټینګارکوي چې له وسله والو سره باید له نیول کیدو وروسته قانوني چلند وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG