د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

قوقندي: د افغانستان په بازارونو کې د تیلو بیه ۲۰٪ ټیټه شوې ده


Afghanistan – a gas station in Kabul on 03Aug2011
Afghanistan – a gas station in Kabul on 03Aug2011

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې په نړیوال بازار کې د تیلو په بیه کې څلویښت فیصده او د افغانستان په بازارونو کې نږدې شل فیصده کموالی راغلی.

د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل؛ نن د سوداګرۍ وزارت، د نفتو او ګازو تصدۍ او ځینې سوداګر غونډه لري؛ څو د نړیوال بازار په پام کې نیولو سره په افغانستان کې تیلو ته مناسبه بیه وټاکي:

"په تېرو پنځلسو ورځو کې له اتلس تر شل فیصده بیې راټیټې شوې؛ اما دا موږ ته د قبول وړ نه دی؛ ځکه په نړیوالو بازارونو کې له دیرش نه تر څلویښت فیصده بیې راټیټې شوې دي؛ د سوداګرۍ، نفتو تصدۍ او ځینې سوداګرۍ غونډه لري؛ څو د افغانستان په بازارونو کې د تیلو بیې نور هم راټیټه شي او نړیوالو بیو ته ورسیږي."

ښاغلي قوقندي زیاته کړه دا مهال د افغانستان په بازارونو کې د یوه لیټر پترولو بیه ۵۲ افغانۍ او د یوه لیټر ډیزلو بیه ۵۰ افغانیوته راښکته شوې.

دا مهال په نړیوال بازار کې د خامو تیلو بیې په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ټيټې کچې ته راښکته شوې دي او د تیلو د بیو د کښته کېدو سلسله لا هم روانه ده.

روانه اوونۍپه نړیوال بازار کې د یو بیرل تیلو بیه ۶۲،۹۴ ډالره ده؛ دا بیه د روان میلادي کال په جون میاشت کې ۱۱۵ ډالره وه.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي؛ افغانستان د تیلو له پلوه یوه واردونکی هېواد د هرڅومره چې په نړیوال مارکیټ کې د تیلو بیه ټیټیږي؛ د افغانستان به بازارونو مثبت تاثیر پرې باسي.

خو په کابل ښار کې موټر چلوونکي شکایت کوي او وايي کله چې په نړیوال بازار کې د تیلو بیې لوړيږي؛ په مستقیم ډول د افغانستان په بازارونو تاثیر اچوي؛ خو کله چې بیې راټیټیږي تاثیرات یې کم وي.

دوتنه موټر چلوونکي محمد صادق اوعلي ګل وايي:

"۱: د تیلو په بیه کې کموالی راغلی؛ خو ډېر نه دغه د تیلو ټانکونه معیاري نه دي لیټر یې هم کم دی؛ باید په د تیلو بیه نور هم راښکته شي؛ ځکه په نړیوالو بازار کې هم دغه بیه راښکتې شوې دي.

۲: دوه درې افغانۍ بیې راښکته شوې؛ څوک نشته چېپوښتنه وکړي؛ باید بیې راښکته شي، کله چې لوړیږي ژر ورسره لوړ شي؛ خو چې راښکته کیږي بیې په اساني نه راښکته کیږي."

د افغانستان حکومت دا مهال د ازاد بازار سیسټم لري؛ له احتکار او غیر قانوني کړنو پرته حکومت په بازار باندې د کنټرول او بیو ټاکلو حق نه لري.

افغانستان د تیلو او نفتو له پلوه یو غني هېواد دی او په شمال کې د نفتو او ګازو سترې زیرمې لري.

شنونکي وايي که چېرې نوی حکومت افغان د شمال د نفتو په حوزه کې پانګونه وکړي؛ افغانستان به د تیلو له پلوه په ځان یو متکي هېواد شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG