د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

هډوال: د کابل بانک پورونه به ډیر ژر واخیستل شي


د افغانستان بانک چارواکي وايي، د کابل بانک له پوروړوڅخه يې تر اوسه شاوخوا شپږسوه میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهورريیس اشرف غني په حکم د دې بانک د پورونو تر لاسه کولو ته نوې هڅې هم ترسره شوي.

د افغانستان بانک چارواکو دا هم وویل، کورنیو او بهرنیو سیاسي مداخلوکابل بانک بدنام کړاو که نه نو، دا پورونه په عادي هڅو هم ترلاسه کېدلای شول.

د افغانستان بانک مسوولین هیله مند دي چې د معقولو اقداماتو په اساس به د کابل بانک ټول پورونه ترلاسه شي.

دا خبره د دې بانک سرپرست خان افضل هډوال د دوشنبې په ورځ په کابل کې د جمهور ريیس اشرف غني له خوا د افغانستان بانک د ريیس نوراله دلاوري د تقاعد د منظوریدو په مقصد په جوړې ناسته کې وکړه.

ده وویل، د کابل بانک ټول پوروړي که په هېواد کې دننه دي او که بهر، په ګوته شوي او پورونه به ځیني واخستل شي:

″حکومت چې د سهم لرونکو په وړاندې مسوولیت لري اته پنځه ویشت میلیونه ډالر دي، دا دولت ورکړي دي او بیرته باید ترلاسه شي.

په دې لړ حکومت د پوروړو نقدې پیسې او جایدادونه ترلاسه کړي چې اندازه یې د پورپنځوس فیصدو ته رسیږي.″

له دوه زره لومړي کال وروسته کابل بانک په افغانستان کې د یوه لوی خصوصي بانک په توګه فعالیت پیل کړ، خو په دوه زره لسم میلادي کال کې د له مالي بحران سره مخ شو.

د افغانستان بانک او ماليي وزارت وايي، له کابل بانکه د یاد بانک د سهم لرونکو په لاس د څه باندې نهه سوه میلیونو ډالرو ایستل، د دې بانک د سقوط سبب شول.

د پخواني جمهورريیس حامد کرزي په حکومت کې د دې بانک د دوسیو څیړلو ته یوه ځانګړي محکمه جوړه شوه چې د کابل بانک پخوانی ريیس او مرستیال يې د سلګونو ډالره په ورکړه او د بند په تیرولو محکوم کړل، خو شاوخوا دوه میاشتې مخکې جمهور ريیس اشرف غني بیا د دې د دوسیو د څیړلو حکم ورکړ.

د افغانستان سترې محکمې هم په دې وروستیو کې د کابل بانک په قضیه کې د تورنوکسانو په اړه وروستۍ پریکړه وکړه او لويې څارنوالۍ وویل چې عملي به يې کړي.

د افغانستان بانک د پخواني ريیس نوراله دلاوري د مخه ښې په مراسموکې د افغانستان بانک سرپرست ريیس هډوال دا هم وویل، د افغانستان بانکي نظام اوس مهال کنترول او د پرمختګ په حال کې دی.

ده ازادۍ رادیوته دا هم وویل، د کابل بانک په قضیه کې ځینو کورنیو او بهرنیو سیاسي کړیو مداخلې وکړې او دا بانک یي بدنام کړ، حال دا چې د افغانستان بانکي نظام کولای شول، دغه ستونزه په خپله په عادي او قانوني توګه حل کړي:

″د نورو هېوادونو ځینو کسانو دې بانک پسې پروپاګنډې پیل کړې، په دنیا کې ځیني بانکونه له ستونزو سره مخ کېږي او ستونزه يي اواریږي خو د کابل بانک بدنامولو ته داسې خلکو هڅې وکړئ چې د دې بانک له قضیي او پوره خبرهم نه وو.

دا د دې لپاره چې په افغانستان کې بانکي نظام پرمختګ ونه کړي. دوی به پرې ایښی وای چې دا ستونزه قانوني مراحل طی او حل شي.″

د افغانستان بانک مسوولینو دا هم وویل، د افغانستان په بانکي نظام کې اوس مهال دولس میلیارده ډالره په چلند کې دی حال دا چې له دوه زره لومړي کال دمخه حکومتونو کې دا اندازه شاوه خوا درې سوه میلیونه ډالره وه.

د افغانستان بانک مسوولین په داسې حال کې د هېواد د بانکي نظام د پرمختګ خبرې کوي چې کارپوهان وایي، اوس هم د افغانستان په بانکي نظام د ظرفیتونو لوړولو او واضحو پالیسیو ته ضرورت شته.

دوی وايي، افغانستان بانک ته پکار ده چې تل د خصوصي بانکونو له وضعیت څخه خبر اوسئ څو د کابل بانک قضیه بیا تکراره نه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG