د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

اردوغان: کوم کسان چې ترکیه تیرو وختونو ته ګرځوي، بریالي به نه شي


د ترکیي جمهوررئیس رجب طییب اردوغان وایي، د مخالفانو د خبري رسنیو په مرکزونو د حکومت وروستی یرغل د هغو چټلو فعالیتونو ځواب و چې مخالفانو پیل کړي دي.

اروپایي اتحادیي د ترکیې په دې عمل انتقاد کړی، خو اردوغان له اروپایي اتحادیي غوښتي چې په دې کارکې دې مداخله نه کوي او دا د دوي کارنه دی.

د ترکیې پولیسو د اوونۍ په پای کې د سیاسي مخالف فتح الله ګولین په مربوطو خبري رسنیو یرغل وکړ او لږترلږه ۲۴ کسان یي نیولي دي.

د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان وویل، د اوونۍ په پای کې په مخالفو خبري رسنیو یرغل، د سیاسي دښمنانو″چټلو عملیاتو″ته ځواب و او اروپایي اتحادیي ته یي ویلي چې مداخله دې نه کوي.

په نیول شويو کسانو توردی چې د خلکو له بیرولو او ګواښلو نه نیولی د دولت د نیولو لپاره د ډلو جوړولو، جعل کاریو او بد رد ویلو کې فعالیت کوي.

د ترکیي د حکومت په دې عمل، اروپایي اتحادیي او د امریکا متحده ایالاتو انتقادونه کړي دي.

اردوغان د دوشنبې په ورځ په یوې تلویزیونې مرکه کې وویل، اروپایي اتحادیه دې خپل کارکوي.

ده زیاته کړه، دا اتحادیه د مطبوعاتو د ازادۍ نارې سورې وهي، خو دا د دوي کار نه دی.

د ترکیې جمهوررئیس دا هم وویل، کوم کسان چې غواړي د دې هېواد امنیت ته ګواښونه مخامخ کړي، په دې کارکې به بریالي نه شي:

″کوم کسان چې هڅه کوي، ترکیه تیرو وختونو ته وګرځوي، په چټلو معاملو او اړیکو کې دخیل شي، باید پوه شي چې په دي کار کې به بریالي نه شي او ښه به وي هرڅومره ژر چې کولای شي، دا ډول فعالیتونه ختم کړي.

په ترکیه کې اقتصادي وده روانه ده او ډموکراسي هم د غښتلتیا په حال کې ده.″

د اردوغان د څرګندونو په ځواب کې د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فیدیریکا موګیریني غبرګون ښکاره کړ او ویي ویل، د اردوغان د غبرګون په اړه سخته حیرانه شوې ده.

په نیول شویو کې د یوې ورځپاڼې او تلویزیون مسول مدیرچې په امریکا کې د تبعید شوي دیني عالم فتح الله ګولین ملاتړ کوي، شامل دی.

ګولین د رجب طیب اردوغان سخت مخالف دی.

XS
SM
MD
LG