د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

پېښور: پر ښوونځي د وسله وال په بريدکې د مړو شمېر ۱۲۶ته لوړ شو


د خيبر پښتونخوا د مرکز پېښور امنيتي او دولتي چارواکي وايي، چې په پېښور کې د پوځ تر انتظام لاندې پر يوه ښوونځي د ترورېستانو په وسله وال بريد کې د وژل شويو شمېر ۱۲۶ ته لوړ شوى.

وسله والو د سه شنبې په ورځ ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې پر يوه ښوونځي، چې د پاکستاني پوځ له خوا اداره کېږي، بريد کړى چې په ترڅ کې يې د لومړنيو راپورونو له مخې تر دې دمه لږ تر لږه ۱۲۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

چاروکي وايي، چې په درنو وسلو سمبالو ترورېستان، چې نظامي يونيفارم يې پر غاړه و، د پېښور ښار ورسک روډ په بهار کالونۍ کې پر يوه ښوونځي هغه مهال ورننوتل چې په ښوونځي کې سلګونه زده کوونکي موجود وو.

په وژل شويو کې ډېرى زده کوونکي دي، چې عمرونه يې له ٨ تر ١٦ کلونو پورې دي.

د پېښې ټپيان د پېښور ليډي ريډينګ او يو شمېر نورو روغتونونو ته لېږدول شوي، چې د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښآيي د مړو شمېر پورته شي.

د خيبر پښتونخوا اعلى وزير پرويز خټک له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې نزدې ١٠ ترهګر چې نظامي يونيفارم يې اغوستى وو؛ (ارمي پبلک سکول) ښوونځي ته ننوتي وو او شاوخوا ٥٠٠ زده کوونکي يې يرغمل نيولي وو.

نوموړی وايي، د ۶۰ وژل شویو مړي د پېښور په پوځي روغتون (سي ایم ایچ) او ۲۴ نور مړي د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ته لېږدول شوي او په دواړو روغتونونو کې تر ۸۰ ډېر ټپیان هم بستر شوي دي:

"دا مهال په ليډي ريډنګ روغتون کې ٢٤ مړه او ٤٣ ټيپان پراته دي او همداشان په سي ايم ايچ کې دا مهال ٤٠ ټپيان او ٦٠ مړي موجود دي چې له امله يې په دې پېښه کې تر دې دمه ٨٤ زده کوونکي وژل شوي او لسګونه ټپيان دي."

پرويز خټک وويل چې له ځواکونو سره په نښته کې يې ٣ ترهګر هم وژل شوي دي.

امنيتي ځواکونو د پېښې سيمه محاصره کړې ده او د رسنيو د استازيو په ګډون هېچا ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

ورسک روډ د پېښور تر ټولو حساسه سيمه ګڼل کېږي چې شاوخوا يې د پاکستانيو پوځيانو نظامي مرکزونه او ګڼ شمېر دولتي ودانۍ پرتې دي.

ويل کېږي چې ددغه ښوونځي ډېرى زده کوونکي د پاکستاني پوځ د برحاله او متقاعد پوځيانو اولادونه او خپلوان دي.

په پېښور کې پر نظامي ښوونځي دا بريد په داسې حال کې شوى چې په دې وروستيو پاکستانيو ځواکونو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمو پراخ پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې د پاکستانيو طالبانو په ګډون ګڼ شمېر بهرني وسله وال وژلي او د هغوى نېټ ورک يې له منځه وړى دى.

بل خوا ددې بريد مسووليت پاکستانيو وسله والو طالبانو منلى او ددې ډلې وياندپاکستانيو رسنيو ته ويلي چې دا برید د دوی جنګیالیو په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب او په خيبر ايجنسۍ کې د روانو خيبر ون عملياتوت په غبرګون کې کړى دى.

د دغه تحریک ویاند محمد عمر خراساني ویلي چې په دې بريد کې د دوى شپږو جنګياليو برخه اخيستې وه.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف، ولسمشر او ګڼ شمېر سياسي مشرانو په پېښور کې پر ښوونځي د طالبانو وسله وال بريد غندلى او د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت په دې ايالت کې درې ورځنى ماتم هم اعلان کړى دى.

د يادونې وړ ده، چې لا هم په ياد ښوونځي کې د امنتيي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته روانه ده، چې له امله يې ښايي د مړو شمېر نور هم پورته شي.

راپور: ذبيح شفق

پخواني معلومات:

وسله والو په پیښور کې پر یوه ښوونځي چې د پوځ له خوا پرمخ وړل کیږي؛ حمله کې نن په لسګونو کسان ووژل او زیات شمیر نور یې ټپیان کړي دي.

د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی "پرویز خټک" خبري رسنیو ته وویل؛ په دې حمله کي ۱۰۴ کسان وژل شوي چې ۸۴ یې زده کوونکی دی.

د خټک په وینا، په همدي شمېر زده کوونکي ټپیان دي.

د حملې مسولیت پاکستاني طالبانو منلی دی.

په ښوونځي کې په سلګونو زده کوونکي، ښوونکي او کارکوونکي بند پاته دي او د پوځیانو د ننوتلو پرمهال د سختو ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کیدل.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وایي؛ وسله وال سهار وختي دغه ښووونځي ته چې د پوځ له خوا پرمخ وړل کیږي؛ دا خل شول او حمله یې پیل کړه.

راپورونه وایي، د یو شمېر ټپیانو وضعه خرابه ده.

د تحریک طالبان ویاند محمد خراساني مشال راډیو ته د ټیلفون له لارې ویلي؛ حمله دوی کړې او حمله کوونکو ته یې هدایت ورکړی چې زده کوونکو ته به زیان نه اړوي او یوازې پوځیان باید په نښه کړي.

پخواني معلومات:

وسله والو د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د پاکستاني پوځ تر انتظام لاندې پر يوه ښوونځي بريد کړى چې په ترڅ کې يې د زده کوونکيو په ګډون ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پېښور ښار د امنيتي او دولتي چارواکيو په وينا؛ په درنو وسلو سمبالو ترهګرو د سه شنبې په ورځ سهار د پېښور ښار ورسک سړک په بهار کالونۍ کې د پاکستاني پوځ تر انتظام لاندې پر يوه ښوونځي بريد کړى چې د لومړنيو راپورونو له مخې پکې د چارواکيو په وينا؛ تر دې دمه لږ تر لږه ٢٣ کسان وژل شوي او ٤٥ نور ټپيان دي.

په وژل شويو کې ٢٠ زده کوونکي دي چې عمرونه يې له ٨ تر ١٦ کلونو پورې دي.

چارواکي وايي چې شاوخوا ٥- ٦ ترهګرو چې پوځي يونيفارم يې اغوستى و؛ Army Public Scholl and Collegeپه نوم ښوونځي ته ننوتي او شاوخوا ٥٠٠ زده کوونکي يې اوس هم يرغمل نيولي دي.

د پېښې ټپيان د پېښور ليډي ريډينګ او يو شمېر نورو روغتونونو ته لېږدول شوي چې د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د خيبر پښتونخوا د روغتيا وزير "شهرام تره کي" په ليډي ريډنګ روغتون کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې تر دې دمه يواځې دې روغتون ته ٣٥ ټپيان وروړل شوي چې ډېرى يې زده کوونکي دي:

"تر دې دمه دې روغتون ته ٣٥ ټپيان راوړل شوي دي چې ډېرى يې زده کوونکي دي. د ټپيانو درملنه روانه ده، خو د ډېرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى."

ورسک روډ د پېښور تر ټولو حساسه سيمه ګڼل کېږي چې شاوخوا يې د پاکستانيو پوځيانو نظامي مرکزونه او ګڼ شمېر دولتي ودانۍ پرتې دي.

امنيتي ځواکونو د پېښې سيمه محاصره کړې ده او د رسنيو په ګډون هېچا ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه پاکستانيو رسنيو ته ويلي چې ځواکونو يې د پېښې سيمه محاصره کړې؛ تلاشي عمليات روان دي او ډېرى زده کوونکي او ښوونکي يې د ترورېستانو له منګولو ژغورلي دي.

په پېښور کې پر نظامي ښوونځي دا بريد په داسې حال کې شوى چې په دې وروستيو پاکستانيو ځواکونو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمو پراخ پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې د پاکستانيو طالبانو په ګډون ګڼ شمېر بهرني وسله وال وژلي او د هغوى نېټ ورک يې له منځه وړى دى.

د چارواکيو په وينا، اوس هم په ښوونځي کې د امنيتي ځواکونو او ترورېستانو ترمنځ نښته روانه ده چې له امله يې ښايي د مړو او ټپيانو شمېر لوړ شي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د دې هېواد ګڼ شمېر سياسي مشرانو په پېښور کې پر ښوونځي وسله وال بريد غندلى دى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG