د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

هوتک: ډېرژربه له طالبانو سره په قطرکې د سولې خبرې پیل شي


د افغانستان د سولې عالي شوار ځیني غړي وايي، ډېر ژر به له وسله والو طالبانو سره په قطر کې د سولې خبرې پیل شي.

د دې شورا غړي او د دعوت او تماس د کمېټې منشي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې په څو ورځو کې افغان حکومت یادو خبرو ته یو پلاوی وټاکي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېرافغان کارپوهان وايي چې د افغانستان په سوله کې باید ابتکار او نوښت رامنځ ته شي.

په قطر کې له وسله والو مخالفینو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو په اړه یوځل بیا هیلې را ټوکیدلي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ځيني غړي تاییدوي، چې په دې برخه کې پرمختګ شوی او ډیر ژر به له وسله والوطالبانو سره په قطر کې د سولې خبرې پيل شي.

د دې شورا غړي او د دعوت او تماس د کمېټې منشي موسی خان هوتک د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، چې دغه خبرې به په قطرکې په هغه دفتر کې ترسره شي، چې یو ځل په موقت ډول پرانستل شوی وو.

ښاغلي هوتک زیاته کړه، چې د سولې په دې خبرو کې به د افغانستان، پاکستان او وسله والو طالبانو استازي ګډون وکړي:

″په دغو ورځو کې تصمیم شته د سولې عالي شورا له خوا استازي وټاکل شوي او د طالبانو نوي استازي د سولې ځای ته راشي، د پاکستان استازي به هم ورکې ګډون وکړي، زه ډېر ډاډه یم چې د سولې مذاکرات به په روانه اوونۍ کې پیل شي.″

په راپورونو کې راغلي چې دا ځل به د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان دوه استازي او د چین یو استازی هم ګډون وکړي، دا په داسې حال کې ده، چې پخوا د پاکستان له استازیتوب سره مخالفت موجود و.

داسې هم ویل کیږي چې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاه رییس معصوم ستانکزی له هېواد بهردی او داسې هم امکان لري چې هغه به د سولې د خبرو د پیل په اړه په قطرکې وي.

خو تر اوسه افغان حکومت او د سولې عالي شورا مشرتابه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د سولې په اړه د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو ترمنځ خبرې په داسې حال کې پیل کیږي چې د ۱۳۹۲ کال د جوزا په میاشت کې په قطرکې د طالبانو لپاره یو دفتر جوړ شوی و.

خو افغان حکومت د دفتر د پرانیستل کېدو له څرنګوالي او پردفتر د طالبانو د بیرغ او لوحې پرځوړندولو سخت غبرګون وښود او دا دفترڅه موده وروسته وتړل شو.

په قطرکې له طالبانو سره د سولې د خبرو موضوع په داسې حال کې راپورته کیږي، چې په افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي په دې وروستیوکې رسنیوته ویلي چې د سولې لپاره له ټولو افغان اړخونو سره پرخبرو بوخت دي.

که څه هم د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي دا ځل د سولې خبرو ته زیات خوشبین دي، خو د سیاسي چارو یو شمېرافغان کارپوهان په دې باوردي چې د افغانستان په سوله کې باید دا ځل له ابتکاره ګټه پورته شي.

د سیاسي چارو کارپوه زبیر شفیقي وايي چې د افغانستان سوله کورني او بهرني اړخونه لري:

″که نړېواله ټولنه په ریښتیا هم د افغانستان په سوله کې ریښتنې وي، نو په پاکستان دې فشار راوړي د افغانستان د سولې د بهرنۍ کیلي د پاکستان او امریکا په لاس کې ده او په داخلي اړه کې ټول باید په دې سره معتقید شو چې له سولې پرته بله لاره نه لرو.″

په قطرکې د سولې د خبرو د پیل کېدو په اړه تراوسه وسله والو طالبانو تبصره نه دی کړې.

تېره اوونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې ولسمشر محمد اشرف غني په پټه له وسله والومخالفانو سره د سولې خبرې پیل کړې، خو دغه راپورنه د حکومتي چارواکو له خوا تایید نه شول.

شنونکي په دې باوردي چې په افغانستان کې سوله په سیمه کې د سولې په معنی ده او زیاتوي، ترهغې چې په افغانستان کې سوله رانه شي سیمه او ان نړۍ به هم نا ارامه وي.

دوی وايي، افغان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره باید قوي بهرنۍ پالیسي ولري او د سولې په هرډول پرمختګ کې ملت ته بشپړ معلومات ورکړي، ترڅو دیارلس کلنې لاس ته راوړنې يې په اوبو لاهو نه شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG