د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

بي بي ګل غني په هېواد کې د روغتیايي خدماتو په پراختیا ټينګار وکړ


د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني.
د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني.

د افغانستان لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني په هېواد کې د روغتیايي خدماتو په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې حکومت باید د مور او ماشوم د مړینې مخنیوي په لومړیتوبونو کې راولي.

سره له دې چې په تیرو ۱۳ کلونو کې د روغتيايي خدماتو د پراختیا لپاره ډيرې هڅې شوي؛ خو د معیاري روغتیايي خدماتو کمښت بیا هم یوه جدي ستونزه شمېرل کیږي.

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د مور او ماشوم د مړینې مخنیوي او د قابلو او ډاکټرانو د شمېر ډيرول د افغانستان د لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني عمده غوښتنې هم دي.

میرمن غني چې د سه شنبې په ورځ د نسايي او ولادي ډاکټرانو ټولنې اومې کنګرې ته وینا کوله؛ د روغتیايي خدماتو په پراختیا ټينګار وکړ.

"د میندو روغتیا ته پاملرنه باید زموږ د هېواد لومړیتوب وي، اوس مهال زموږ نهه ولایتونه هیڅ نسايي او ولادي ډاکټر نه لري؛ هیله منه یم چې زموږ همکاران د میندو او ماشومانو د روغتیايې وضعې د ښه کیدو لپاره کار وکړي؛ ترڅو د میندو او ماشومانو له مړینې څخه مخنیوی وشي."

په عین حال کې میرمن غني ټينګار وکړ چې د عامې روغتیا وزارت باید د میندو او ماشومانو له مړینې څخه د مخنیوي لپاره خپل روغتیايې خدمات لرو پرتو سېمو ته هم وغځوي.

خو د افغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي چې په ډيرو ولایتونو کې د نا امنیو له امله نشي کولای چې خپل روغتیايي خدمات ورسوي.

د دې وزارت سرپرست احمد جان نعیم وویل چې دا مهال په نهو ولایتونو کې د نا امنیو له امله قابلې او ډاکټران د روغتیايي خدماتو د رسولو لپاره وجود نه لري:

"دا نهه ولایتونه چې ترې یادونه وشوه؛ متاسفانه چې موږ په دې ولایتونو کې میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمات نه لرو او په دې هر ولایت کې یو د نسايي او ولادي دفتر لرو او د دې ټولو علت نا امنۍ دي؛ زموږ ډاکټران نه غواړي چې دغو ولایتونو ته لاړ شي؛ حتی موږ دغو ډاکټرانو ته د مرکز په نسبت دوه نیم برابره حقوق هم په نظر کې نیولي؛ خو بیا هم دغو نا امنیو ولایتونو ته له تلو ډډه کوي."

نوموړي همدارنګه وویل چې تر یوه حده توانیدلي چې د قابلو د شمیر په زیاتیدو سره د مور او ماشوم د مړینې څخه مخنیوی وکړي؛ خو ټینګار کوي چې اوس دا هېواد د میندو د مړینې تر ټولو لویه شمیره لري.

هلمند، پکتیکا، زابل او ارزګان هغه ولایتونه دي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په وینا میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمات کم یا هم په صفر حساب دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG