د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

منګل: د ۵ هېواونو ترمنځ د رېل پټلۍ په جوړېدو موافقه شوې


د افغانستان د فوایدعامې وزارت وايي چې د چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ په جوړېدو لاسلیک شوی اودتخنیکي مطالعې چارې بهیې تر ۲۰۱۶ کاله بشپړې شي.

افغان حکومت هڅې پیل کړې چې د ریل پټلۍ په وسیله هیواد د سیمې له یوشمیر هیوادونو سره وصل او د منځنۍ او جنوبي آسیا هیوادونه د ټرانزیټ په وسیله سره ونښلوي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت سرپرست نور ګل منګل وویل چې په همدې هدف یې سیمه ییزې هڅې پیل کړي او ښې لاس ته راوړنې هم لري.

ښاغليمنګل د سې شنبې په ورځ د افغاني پلاوي د هغه سفر معلومات له خبریالانو سره شریک کړل چې د دې پروژې څلورو غړیو هېوادونو ته یې کړي وو.

ښاغلي منګل وویل چې د چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران ترمنځ د د اوسپنې د پټلۍ په جوړېدو موافقه شوې ده.

"له چین، قرغیزستان، تاجکستان او ایران سره مو په دې اړه خبرې کړي؛ له نیکمرغه دغه خبرې بریالۍ وې، چین به د قاشغر له لارې له قرغیزستان بیا تاجکستان، افغانستان او بلاخره له ایران سره ونښلول شي؛ دغه ټول واټن ۲۱۰۰ کیلومتره دی؛ نږدې یوولس نیمه سوه کیلومتره یواځې لهافغانستانه تیریږي؛ هر هېواد به هڅه وکړي چې په خپلې سیمې کې تخنیکي مطالعه او د ساختمان چارې پیل کړي."

ښاغلي منګل زیاته کړه د ریل پټلۍ نه یواځې داچې د هېوادونو ترمنځ سیاسي لاس ته راړونې لري بلکې د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې او د ملي اقتصاد په پیاوړې کولو کې به هم لازمه مرسته وکړي.

د فواید عامې وزارت سرپرست وویل چې یاده پروژه د اسیا پراختیايي بانک، نړیوال بانک او چینايي بانکونه له لوري تمویلیږي.

هغه وايي چې په غونډه کې د غړیو هېوادونو ترمنځ توافق شوي چې د دې پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات به تر ۲۰۱۶ کال پورې بشپړوي.

د دې وزارت چارواکي وايي؛ د دې پروژې له تخنیکي مطالعې وروسته به دې پروژې لګښت معلوم شي.

د فواید عامې وزارت وايي، د ریل پټلۍ دا پروژه۲۱۰۰ کیلومتره اوږدوالۍ لري چې ۱۱۵۰ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې تیریږي چې له هغې جملې څخه یې د ۴۹۵ کیلومتره تخنیکي مطالعه بشپړه شوې او په پاتې کار روان دی.

ویل کیږي چې یاد پروژه د وریښمو د لارې له پروژې څخه ده چې د افغانستان له کندز؛ بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونو څخه تیریږي.

په ورته وخت کې یوشمېر افغان کارپوهان د افغان حکومت او د سیمې د هېوادونو له دې اقدام څخه هرکلی کوي او وايي چې په دې سره به د هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې وغوړیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی په دې اړه وايي:

"دا له اقتصادي پلوه فوق العاده اهمیت لري؛ موږ یې ستایو، خو ځینې امنیتي ستونزې موجودې دي چې هغو ته باید پام وشي؛ افغان حکومت یې امنیت خوندي کړي دغه د افغانستان او د سیمې دهېوادنو په ګټه دی."

له دې وړاندې د دې پروژې دامنیت په اړه اندېښنې هم موجودې وې.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ویلي و چې د افغانستان په هغو سیمو کې به د دې پروژې امنیت ټینګ کړي چې وخت ناوخت په کې امنیتي پېښې رامنځ ته کیږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG