د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

"حکومت باید ژر تر ژره د کونړ دانګام ته اضافي ځواکونه ولیږي"


د افغانستان مشرانو جرګه له امنیتي ارګانونو غواړي چې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په خاطر د کو نړ دانګام ولسوالی ته اضافي ځواکونه ولیږي.

په داسې حال کې چې د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې له درېیو ورځو راهیسې د دولت د وسله والو مخالفانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده؛ مشرانو جرګه امنیتي اداري په دې برخه کې د چټک اقدام په نه کولو تورنوي.

د مشرانو جرګې غړو د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل؛ حکومت باید ژر تر ژره سیمې ته اضافي ځواکونه ولیږي او په دې برخه کې نوره بې غوري ونه کړي.

د دې جرګي مشر فضل الهادي مسلم یار وايي؛ حکومت تر اوسه په سیمه کې د خپلو مخالفینو په وړاندې څه نه دي کړي او باید سیمې ته مرستې ولیږي:

"د تیرې ورځې راهیسې پاکستاني ملیشو د پاکستاني طالبانو سره یوځای د دانګام په ولسوالۍ کې په هغو خلکو چې د دانګام د امنیت په خاطر پاڅیدلي وو؛ مقاومت پیل کړی دی، حکومت باید خپل موقف روښانه کړي باید زموږ او د خلکو غږ واوري موږ خپله اردو او هوادیې ځواک لرو او حکومت باید مرسته وکړي."

یو شمیر سناتوران وايي، پاکستان په بې شرمۍ سره خپلې ملیشې دانګام ته راستولي؛ تر څو د حکومت ملاتړي خلک او امنیتي پوستې له منځه یوسي.

د راپورونو له مخې د کونړ په دانګام ولسولی کې د دریو ورځو راهیسې د داخلي او بهرنیو وسله والو او د سیمې د وګړو تر منځ جګړه روانه ده چې دواړه خواوې یو بل ته د مرګ ژوبلې ادعا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په هلمند ولایت کې هم د وسله والو مخالفانو همداسې ډله یییزو بریدونو زور اخستی و.

هغه مهال امنیتي ادارو ویلي وو، چې پاکستان د هیواد په لویدیځ، شمال لویدیځ او جنوب کې ناامنیو ته لمن وهي او په همدې هدف سیمې ته جنګیالي رالیږي.

د افغانستان دفاع وزارت د مشرانو جرګې د اندیښنو په اړه وايي؛ سیمې ته اوس مهال کافي امنیتي ځواکونه رسیدلي او سیمه د دوی تر کنټرول لاندې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت د اوپراسیون مشر افضل امان ازادي راډيو ته وویل؛ د پلي ځواکونو سره یو ځای هوايي ځواکونه هم د وسله والو د ځپلو لپاره لیږل شوي دي:

"زموږ ځواکونه په خپل وخت سیمې ته ورسیدل او اوس سیمه تر کنټرول لاندې ده؛ د ۲۰۱ قول اردو څخه د پلي ځواکونو له ورتلو سره یوځای زموږ هوايي ځواکونه او هلیکوپټرې هم سیمې ته د مرستې لپاره رسیدلي او عملیات یې کړي دي؛ په همدې ډول د احتمالي بریدونو د رفع کولو په خاطر او په سیمه کې د ځواکونو او خلکو د ملاتړ په خاطر نن هم سیمې ته نور ځواکونه ولیږل شول."

د مشرانو جرګې یوشمیر غړي او کارپوهان حکومت ته سپارښتنه کوي چې له پاکستان سره خپلې ستونزې له سیاسي لارې هوارې کړي.

دوی وایي، که چیرې حکومت پوهیږي چې سیاسي هڅې یې نتیجه نه ورکوي؛ باید پوځي اقدام هم ونه سپموي.

XS
SM
MD
LG