د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

"افغان کډوال دې په زوره نه بلکې په داوطلبانه توګه هېواته ستانه کړای شي"


افغان او د « ای،او، ایم، » یا د مهاجرت د نړیوال سازمان چارواکي وايي چې، له بهرنیو ملکونو څخه دې افغان کډوال د نړیوالو کنوانسینونو له مخې هیواد ته ستانه کړای شي.

افغان او د مهاجرت د نړیوال سازمان چارواکي تاکید کوي چې له بهرنیو ملکونو څخه دې افغان کډوال په زوره نه؛ بلکې په داوطلباته توګه، د مهاجرت د نړیوالو اصولو په پام کې نیولوسره هیواد ته ستانه کړای شي.

د افغان حکومت د اجرایي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق د سه شنبې په ورځ په کابل کې د مهاجرت د نړیوالې ورځې د نمانځلو په غوڼده کې وویل؛ د هېواد د تخمیني دیرشو میلیونو نفوسو؛ کابو پنځمه برخه د ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او عقیدوي لاملونه له مخې بهرنیو ملکونو ته تللي او بیرته ستنېدو ته یې په کار ده چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه؛ ورته په هیواد کې د کاراو اوسیدو زمینې برابرې کړي:

"موږ باید داسې کړنلاره پیداکړو چې یوه خلاصه سیاسي فضا رامینځته کړي؛ په دې برخه کې هڅې روانې دي. حکومت باید پر دې موضوع تمرکز ولري. داسې فضا چې ټول خلک دا هیواد خپل ګډ کوروګڼي او کار ورته پیدا شي.

مربوط وزارت باید دا هنر ولري چې په دی برخه کې نړیوالې مرستې جلب کړي."

ده وویل، اوسمهال د نړۍ په مختلفو هیوادونو شاوخوا اته میلیونه افغانان میشت دی چې څه باندې پنځه میلیونه يې په ایران او پاکستان کې دی.

دا غونډه چې د افغانستان د سولې د مطالعاتو د انسټیټوټ له خوا جوړه شوې وه؛ ویناوالو په کې په بهرنیو ملکونو کې د افغانانو پربې کارۍ؛بې وزلۍ، مجبوریتونو او په مجموع کې د دوې د ژوند په ناوړه شرايطوخبرې وکړې.

د یاد انسټیټوټ چارواکووویل، له هیواد وتلي افغانان د هیواد کاري پانګه ده؛ خو له مرغه چې له تیرو کابو دیرشو کلونو راهیسې ورته حکومتونو لازم پام نه دی کړی.

دوی د ملي یووالي له حکومته وغوښتل چې د کډوالو وضعیت دې مطالعه او رغنده پالیسي دې ورته جوړه کړي.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د دفتر ريیس "بوشک" وویل؛ د کډوالو موضوع یوه نړیواله پیښه ده.

ده هیله وښوده چې افغان حکومت دې د نړیوالې ټولنې په مرسته داسې زمینې برابرې کړي چې کډوال په خپله خوښه هیواد ته ستانه شي.

په عین وخت کې د دې ورځي د نمانځلو په مناسبت د "ای. او. اېم" یا د مهاجرت د نړیوال سازمان له خوا په یوې ورته غوڼده کې؛ د دې سازمان چارواکو وویل، په بهرنیو ملکونو ټول افغانان هوسا ژوند نه لري او نه په کې ټول د کار خاوندان دي؛ بلکې اکثره یې له زورزیاتي، سپکاوي او اقتصادي ستونزوسره مخ دي.

د دې سازما ن استازي نصیراحمد حیدرزي وویل؛ دې سازمان له دوه زره لومړي میلادي کال راهیسې هڅې تیزي کړي چې تعلیم یافته افغانانو ته په هیواد کې دننه د کار زمینې برابرې کړي.

ده داهم وویل، د دوی اداره چمتوده چې په دې برخه کې له افغان حکومت سره مرستې وکړي:

"د مهاجرت نړیوال سازمان د یو بین الحکومتي ارګان په توګه ژمن دی چې د منظمو بشري مهاجرتونو ارزښتونه دود کړي؛ ژمنه کوو چې په دې برخه کې د نړیوالو دوستانو په همکارۍ د افغانستان له نوي حکومت سره مرستې وکړو."

په کابل کې د کډوالو ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې ځینې راپورونه وايي په بهرنیو ملکونو کې اکثره افغانان په ډیرې کمې تنخوا په شاقه کارونو ګمارل کیږي.

راپورونه داهم وایي چې په وروستیو کلونو کې په ایران کې په لګسونو افغانان د پولیسو له خوا شکنجه شوي؛ بندیان شوي او حتی اعدام شوي هم دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG