د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

اشرف غني: افغانستان د چا د جنګ میدان نه دی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ پکتیکا ولایت ته تللی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ پکتیکا ولایت ته تللی.

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چې نه د ده هېواد د کوم چا د جنګ میدان دی او نه به چاته د دې اجازه ورکړي، چې د ده له هېواد څخه د نیابتي جګړې ډګر جوړ کړي.

ولسمشر اشرف غني چې نن د سېشنبې په ورځ د یوه ملکي او پوځي پلاوي په ملتیا د یحیی خېلو د پيښې د قربانیانو او زیانمنو سره د خواخوږۍ په موخه د پکتیکا مرکز ښرنې ته تللی و؛ د یاد ولایت د قومونو او خلکو په غونډه کې وویل چې پوځي چارواکو ته يې دنده سپارلې چې امنیتي تدابیر يې باید یوازې کابل پورې محدود نه وي؛ بلکې د پکتیکا په ګډون د ټولو سیمو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي:

"موږ د چا د جنګ میدان نه یو او چاته د نیابتي جنګ اجازه نه ورکوو؛ په دې باندې دې ټول پوی شي، اول هدایت مې جنرالانو او قوماندانانو ته دادی چې موږ به ځان په کابل کې نه ایساروو، پکتیکا به خوندي کوو."

ولسمشر غني دا هم وویل، چې په جنګ هېڅ ستونزه او غمیزه نه حلیږي؛ ده یو ځل بیا د افغان حکومت مخالفو وسله والو ته ته د خبرو اترو بلنه ورکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې باید د ورور وژنې روانې جګړې ته د خبرو له لارې حل پیدا شي:

"هغه ستونزه او غمیزه چې په خبرو حل کیږي؛ په توپک نه حل کیږي، راشئ چې ټوپک ته روژه ورکړه او د خبرو په اساس باندې د وطن ستونزې حل کړو؛ دا وطن د جرګو وطن دی، دا وطن د مرکو وطن دی، دا وطن د شریعت وطن دی.

په دې چوکاټ کې به يې انشاالله تعالی دا مسالې د خبرو له لارې حل کوو او دې ته به رسیږو، چې خدای ناخواسته بیا مو ماشومان نه شهیدان کیږي."

ډاکټر اشرف غني د غونډې ګډونوالو ته دا هم وویل چې خلک په حکومتوالۍ کې بدلون غواړي او دوی به ژرترژره د ښې حکومتوالۍ له پاره مناسب بدلون راولي.

د یادونې وړ ده، درې اونۍ وړاندې د پکیتکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ د غیبي خيلو کلي د والیبال په میدان کې ځانمرګی برید شوی و چې په کې شپیته ملکي وګړي مړه او شاوخوا سل تنه نور ټپیان شوي وو؛ که څه هم د پيښې وروسته د افغان حکومت چارواکیو د یحیی خېلو د پيښې د قربانیانو سره د مرستو ژمنې کړې وې؛ خو د پيښې د قربانیانو یو شمير خپلوانو رسنیو سره ویلي چې افغان حکومت ورته لازمه پاملرنه نه لري.

XS
SM
MD
LG