د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

باجوه: د پېښور پر ښوونځي په بريد کې ١٤١ کسان وژل شوي


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د پوځ تر ادارې لاندې پر يوه ښوونځي د وسله والو طالبانو بريد پاى ته رسېدلى چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ١٤١ کسان وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه د چهارشنبې په شپه په پېښور کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د سه شنبې په ورځ د وسله والو طالبانو له خوا پر (ارمي پبلک سکول) بريد تر نهه ساعته جګړې وروسته پاى ته ورسېد چې په نتيجه کې يې د ١٣٢ زده کوونکيو په ګډون ١٤١ کسان وژل شوي او ١٢١ نور ټپيان دي چې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د باجوه په وينا، په وژل شويو کې د ښوونځي د سرمعلمې په ګډون د عملې ٩ تنه هم شامل دي چې وسله والو په ډزو ویشتلي دي.

نوموړي همداراز وويل چې له وسله والو سره په نښته کې د پاکستاني پوځ ٩ کومانډو هم ټپيان شوي چې د دوو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى.

وسله والو طالبانو د سه شنبې په ورځ د پېښور په ورسک روډ کې پر يوه ښوونځي چې د پاکستاني پوځ له خوا اداره کېږي؛ په داسې حال کې بريد وکړ چې نظامي يونيفارم يې اغوستى و او په ښوونځي کې موجود شاوخوا ٥٠٠ تنه زده کوونکي يې يرغمل کړل.

د پاکستاني پوځ وياند چې په پېښور کې يې خبريالانو ته د بريد په اړه تفصيلات ورکول د پېښې د تلفاتو په اړه وويل:

" په دې بريد کې ١٣٢ ماشومان او د ښوونځي د عملې ٩ تنه وژل شوي او همداراز ١٢١ زده کوونکي ټپيان شوي چې دا مهال په ليډي ريډنګ او سي ايم ايچ روغتون کې تر درملنې لاندې دي."

عاصم باجوه زياته کړه چې له پوځ سره په نښته کې اووه ترهګر وژل شوي او په خبره يې چې هغوى له ځان سره ډېره زياته وسله او مهمات هم راوړي وو.

د باجوه په خبره د وسله والو مړي د پوځ په ولکه کې دي؛ پېژندګلو يې شوې ده او دا هم معلومه شوې چې هغوى د کومې ډلې خلک دي.

بل خوا د پېښور د ليډي ريډنګ روغتون د وياند جميل شاه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې په دې روغتون کې دا مهال ٤٤ ټپيان تر درملنې لاندې دي چې د ٨ ټپيانو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى:

" موږ سره په روغتون کې ٢٦ مړي او ٤٤ ټپيان پراته دي چې په دوى کې د ٨ روغتيايي حالت ښه نه دى. په ټپيانو کې زده کوونکي او ښوونکي دواړه دي."

د پېښور پر ښوونځي د بريد مسووليت وسله والو پاکستاني طالبانو منلى او دا يې په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عمليات غبرګون ښودلى دى.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د دې هېواد د سياسي او مذهبي ګوندونو مشرانو په پېښور کې پر ښوونځي د وسله والو طالبانو بريد غندلى او دا يې "وحشتناک" فعل بللى دى.

د يادونې وړ ده چې نواز شريف نن په پېښور کې د پاکستان د سياسي ګوندونو يو بيړنى ټول ګونديزه غونډه رابللې څو په روانو حالاتو ورسره وغږېږي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG