د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

"په افغانستان کې د هند او پاکستان د نیابتي جګړې مخه باید ونیول شي"


د ولسي جرګې یوشمېرغړي وايي؛ له هرې ممکنې لارې چې وي باید په افغانستان کې د هند او پاکستان د نیابتي جګړې مخه ونیول شي.

دوی وايي، په دې هیواد کې د نوي ډهلي او اسلام آباد نیابتي جګړه اندیښنه پارونکې ده او افغان حکومت یې د مخنيوي لپاره باید جدي اقدامات وکړي.

د دې جرګې غړو د چهارشنبې په ورځ په دې اړه جدی بحثونه وکړل او په کونړ کې یې وروستیو جګړو ته په اشاره وویل چې هند او پاکستان باید دا هیواد د خپلو نیابتي جګړو میدان ونه ګرځوي.

د ولسي جرګې غړي جعفر مهدوي د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل؛ افغان ولس په خاص ډول د کونړ د دانګام خلک د پردیو جګړو قرباني شوي دي:

"افغانستان او د دانګام ولس نن د زیات شمېر هېوادونو د استخباراتو د دسیسو قرباني شوي؛ په ځانګړې توګه د پاکستان او هندوستان ورځ تر بلې خرابو اړیکو ته په کتو؛ دوی خپل جنګونه، جلال اباد، کونړ، کندهار او بدخشان ولایتونو کې کوي."

هغه زیاته کړه هند او پاکستان خپله جګړه افغانستان کې پیل کړې او هغه هم په کونړ، بدخشان، کندهار او یوشمېر نور سیمو کې.

ولسي جرګې په هېواد کې د وروستیو نارامیو او په ځانګړې توګه د کونړ په دانګام ولسوالۍ باندې د وسله والو د حملې په اړه امنیتي مسوولین استجوابیه غونډې ته وربللي وو.

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي؛ څلورو ورځې وړاندې د دې ولایت په دانګام ولسوالۍ باندې سلګونو بهرنیو او افغان طالبانو حمله وکړه چې له امله یې تلفات هم رامنځ ته شول.

د راپورونو له مخې وسله والو په سیمه کې د دولت پلوه کسانو یوشمېر کورونه هم سوځولي او خلک شکایت کوي چې حکومت په دې برخه کې لکه څنګه چې لازم و اقدامات نه دي کړي.

که څه هم د افغانستان د ملي امنیت سرپرست د ولسي جرګې استجوابیه غونډې کې په افغانستان کې د پاکستان او هند د نیابتي جګړې په اړه څه ونه ویل او له لږې مودې وروسته د ولسي جرګې غوڼده سري شوه؛ خو له هغې مخکې رحمت الله نبیل څرګنده کړه چې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د وسله والو له حملې نه لس ورځې وړاندې خبر وو.

ښاغلي نبیل وویل چې په دې اړه یې جمهوري ریاست او امنیتي ادارو ته هم خبر ورکړی و:

"زه د دوی درد احساسوم، شاید دوی به تازه خبر شوي وي، موږ لس ورځې وړاندې خبر وو چې پاکستاني او افغان طالبان پردانګام ولسوالۍ حمله کوي او په دې اړه مو لس مکتبونه هم اړوند ادارو ته لېږلي."

له دې وړاندې افغان ولسمشر د سارک هېوادونو په غونډه کې چې په نیپال کې جوړه شوې وه ویلي وو؛ هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې نیابتي جګړه پرمخ یوسي.

محمد اشرف غنی خپلې دا خبرې د سې شنبې په ورځ پکتیکا ولایت ته دخپل سفرپه ترڅ کې بیا تکرار کړې او ویې ویل چې افغانستان د نورو هیوادونو د جګړې میدان نه دی.

پاکستان او هند په افغانستان کې د نیابتي جګړې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو دواړو څرګنده کړې چې د افغانستان خپلواکي ته درناوی لري او د ثبات لپاره یې جدي هڅې کوي.

شنونکي وايي پاکستان او هند دواړه په افغانستان کې د یوبل له نفوذ څخه په اندېښنه کې دي او دواړه هېوادونه غواړي چې په هر ډول چې کیږي په افغانستان کې باندې نفوذ ولري.

دوی په دې باور دي چې افغان حکومت باید بهرنۍ پالیسۍ پیاوړې کړې او هیچا ته اجازه ورنه کړي چې افغانستان د خپلو سیالو په میدان بدل کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG