د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

د پاکستان لوی درستیز او د ای اېس ای مشر کابل ته راغلي


د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف
د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف

د پاکستان د پوځ مشر او د دې هیواد د استخباراتو رییس له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته رسیدلي دي.

په پیښور کې پر یوه ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر پروني برید وروسته د پاکستان پوځي چارواکي د استخباراتي همکاریو په اړه د خبرو په هدف کابل ته رسیدلي دي.

د دې سفر په اړه مخکې له مخکې څه نه وو ویل شوي .

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف او د ای ایس ای رییس "جنرال رضوان اختر" د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جان کمپبیل سره خبرې کوي.

فرانس پریس خبري اژانس وايي؛ داسې ښکاري چې شاید د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د افغانستان په شمال ختیځ کې پټ وي او یوه پاکستاني مقام د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د پاکستاني پوځي مشران په د همدې موضوع په اړه له افغان مشرانو سره وغږیږي.

کابل ته د پاکستان د پوځ او ای ایس ای مشران یوه وروسته له هغې سفر کړی چې وسله والو په پیښور کې پر یوه ښونځي په ډله ییزه حمله کې ۱۴۵ کسان ووژل. په وژل شوو کې ۱۳۲ د ښونځي زده کونکي وو.

د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای.ایس.ای) مشر رضوان اختر
د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای.ایس.ای) مشر رضوان اختر

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې د برید کونکو یو شمیر يې په عربي ژبه خبرې کولې.

یوه پاکستاني امنیتي چارواکي ویلي؛ شاید حمله کونکو له هغو وسله والو سره تماس درلود چې په افغانستان کې ځای پر ځای دي.

خو افغان حکومت د پیښور وروستۍ حمله په سختو الفاظو غندلې ده.

کتونکي وايي، کابل ته د پاکستان د لوړ رتبه پوځي مشرانو د سفر هدف د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کې د سخت دریځو پر ضد مبارزه کې د همکاری پراخوال دي.

د پاکستان د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال طلعت مسعود وايي؛ د پاکستان د پوځ مشر غواړي چې ملا فضل الله او ډله يې یا له مینځه یوړل شي او یا پاکستان ته وسپارل شي.

د ښاغلي مسعود په خبره د پاکستان پوځي مشران غواړي له افغانستان سره په پوځي او استخباراتي برخوو کې همکاري پراخه کړي.

XS
SM
MD
LG