د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

د افغانستان په لسو پوهنتونونو کې د لوړو مسلکي زده کړو پروګرام پیلیږي


د بشري ځواک د پراختیا او د پوهنتونونو د ملاتړ پروګرام تصمیم نیولی چې د افغانستان په لسو پوهنتونونو کې د لوړو مسلکي زده کړو پروګرام پیل کړي.

ځینې بهرنۍ موسسې هڅه کوي چې د افغانستان په پوهنتونونو کې مسلکي ظرفیتونه لوړ کړي؛ څو په دې هیواد کې د بهرنیو متخصصینو د استخدام ضرورت کم شي.

له دې موسسو څخه یوه د بشري ځواک د پراختیا اوله پوهنتونونو سره د ملاتړ د پروګرام په نوم موسسه ده چې غواړي د افغانستان د مرکزاو ولایتونو په لسو دولتي پوهنتونونو کې د لوړو ځانګړو مسلکي زده کړو پروګرام پیل کړي.

د دې همکارۍ تفاهمنام لیک د چهارشنبې په ورځ د یاد پروګرام او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مسوولینو ترمینځ لاسلیک شوه.

د دې پروګرام مشر "ریډ لور" وویل، د افغانستان اقتصادي او پراختیایي وضعیت یې مطالعه کړې او ورمعلومه شوې چې دا هیواد اوس هم په بیلابیلو برخو کې مسلکي کادرونو ته اړتیا لري.

ده وویل، دا پروګرام به وکړای شي افغانستان د ډیروکادرونو خاوند کړي:

"د پوهنتونونو او شرکتونو ترمینځ له یووالي سره به نه یوازې داچې ټولو افغانانو ته ګټه ورسیږي؛ بلکې د شرکت ګټه به هم زیاته او د افغانستان اقتصاد به وده وکړي."

رید لور وویل په دې پروګرام اقتصاد، محاسبه، انجیننري او داسې نورې پراختیايي څانګې شاملې دي.

ده داهم وویل، د دې پروګرام لګښت شاوخوا نوي میلیونه ډالره دی چې د ورکړې ژمنه یې د امریکاد متحدوایالاتو نړیوالې پراختیایي اداري (یو، ایس، اېډ) پرغاړه اخیستی او پنځه کاله به دوام وکړي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې دا پروګرام به د کابل په څلورو او د ولایتونو په شپږو ننګرهار، کندهار، خوست، کندز بلخ اوهرات په پوهنتونونو کې؛ پلی شي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل؛ اقتصادي وده، تجارتي پراخیتا او تولید له مسلکي ظرفیتونو پورې تړلې او د دې پروګرام پلی کیدل به له روانو پرمختګونو سره مرسته وکړي:

"تعلیمي نصاب داسې باید عیار شي چې کله یوځواک له تحصیله فارغیږي کار ورته باید پیدا شي.

زموږ په هیواد کې لیدل شوي چې یو انجینیر یا بل تعلیم یافته په یو بل مسلک کې کار کوي. حال دا چې په اصلی مسلک کې ورته ضرورت احساسیږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه به له پوهنتونونو او بهرنیو متخصصینو سره په ګډه داسې یو پروګرام تنظیم کړي چې له افغان ماهرینو څخه به ګټه واخیستل شي او په داسې برخو کې په کارونو بوخت شي چې ټولنه ورته ضرورت ولري."

د کابل پوهنتون مسوولینو هم دغه پروګرام مهم او د خلکو او هیواد په ګټه وباله.

دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وايي؛ اوسمهال د افغانستان په مختلفو اقتصادی او پراختیا برخو کې په زرګونو بهرني متخصصین او کارګرپه لوړو تنخوا ګانو په کارونو بوخت دي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو د وزارت او د افغانستان د کارګرانو د سراسري اتحاديې د معلوماتو له مخې اوسمهال شاوخوا لس میلیونه افغانان د کار په لټه کې دی او پرځای یې بهرنیان کار کوي.

افغان چارواکي وايي، د افغان کارګرو د بیکارۍ یوازینی دلیل د ظرفیتونو کموالی دی.

کارپوهان وايي، د تعلیمي ظرفیتونو د لوړولو ترڅنګ حکومت ته په کار ده د هیواد د عادي کارګرو د ظرفیتونو لوړولو ته هم پراخې پروژې تنظیم کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG