د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

امریکا غواړي له کیوبا سره خپلې اړیکې ښې کړي


د امریکا ولسمشربارک اوباما ژمنه وکړه چې له کیوبا سره به د ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کیدو لپاره خبرې پیل کړي.

د امریکا د دې تګلارې له بدلون سره تمه ده چې په هاوانا کې د امریکا سفارت پرانیستل شي او کوم اقتصادي بندیزونه چې امریکا پر کیوبا لګولي دي هغه به لرې شي.

د کیوبا ولسمشر "راول کاسټرو" چې نژدې یو ساعت یې له اوباما سره په ټیلفون خبرې وکړې؛ وایي، هیواد یې غواړي چې له امریکا سره دیپلوماټیکې اړیکي ولري او امریکا دې پر کیوبا لګولي اقتصادي بندیزونه لرې کړي.

اوباما وویل چې دی غواړي چې د دې بندیزونو د لرې کیدو لپاره له کانګرس سره سلامشوره وکړي.

باب کراکر چې د جمهوري غوښتونکو د ډلې دی او د کانګرس نوی مشر به شي؛ وایي، د کیوبا په برخه کې به د پالیسي پر دغه ژور بدلون په کانګرس کې جدي بحث وشي.

اوباما له کیوبا سره د اړیکو د ښه کیدو د علت په اړه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:

"دغه پنځوس کلونه دا څرګندوي چې د کیوبا منزوي کیدل ګټه نه کوي. اوس د نوي تګلارې وخت رارسیدلی دی."

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې وویل چې له راتلونکې میاشتې څخه به د دواړو هیوادو د چارواکو تر منځ تګ راتګ پیل شي او د امریکا یو پلاوی به په جنوري کې کیوبا ته ولاړ شي او د کیوبایي کډوالو پر مسالې به خبرې وکړي.

د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون ژمنه وکړه چې د دغو دوو ګاونډیو هیوادو د اړیکو په ښه کیدو کې به مرسته وکړي:

"دا ډير مثبت خبر دی چې امریکا او کیوبا خپل اړیکي عادي کوي. زه له زړه د دغې هڅې او پرمختګ ستاینه کوم. زه د زړه له تله هیلمن یم چې دغه کار وشي. امید دی چې دغه اعلان د دواړو لوریو د خلکو تر منځ چې له اوږدې مودې راهیسې سره بیل شوې دي، پسې پراختیا پیدا کړي. ملګري ملتونه دې ته چمتو دي چې له دواړو هیوادو سره د ښه ګاونډيتوب په خاطر مرسته وکړي."

جرمني هم د واشنګټن او هاوانا د اړیکو د ښه کیدو ستاینه وکړه. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر وویل، دا ډیر ښه خبر دی او اروپایي ټولنې هم په ۲۰۱۳ کال کې له کیوبا سره خبرې پيل کړې خو شرط یې دا کیښود چې د بشري حقونو وضعیت ته به توجه کوي او ښه کوي به یې.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورانت فبیاس بیا وویل چې فرانسې له ډيرې مودې راهیسې دا هیله لرله چې د امریکا او کیوبا روابط به ښه کیږي.

XS
SM
MD
LG