د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

سیګار د افغان میرمنو لپاره د امریکا پر لګښتونو انتقاد کړی


د افغانستان د بیارغوني په برخه کې د امریکا د سرمفتش اداره (سیګار) د افغان میرمنو لپاره د متحده ایالاتو پر لګښتونو انتقاد کړی دی.

د افغانستان د بیارغوني په برخه کې د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) د افغان میرمنو د وضعیت او د هغوی د ملاتړ په اړه یو راپور خپور کړی دی.

په دې راپور کې په افغانستان کې د امریکا د انکشافي ادارې د هڅو په اړه سخت انتقادونه شوي دي. د سیګار په راپور کې راغلي چې د امریکا نړیوالې پرمختیاېې ادارې د ۸۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د هغې مالي مرستي چې د ښځو د مستقیم ملاتړ او نورو پروژو لپاره ځانګړي شوې وو؛ وضاحت نه دی ورکړی.

د سیګار په دغه پنځوس صفحه یې راپور کې دغه راز ویل شوي چې هیڅ یوه موسسه ونه توانیده چې د پروژو لګښتونه؛ مقدار، پروګرامونه او هغه ابتکارونه چې یې په افغانستان کې د ښځو لپاره کړې؛ ځانګړي کړي.

د افغانستان د بیارغوني په برخه کې د امریکا د سرمفتش ادارې د ډیرو پروګرامونو په اړه جزییات ورکړي او په همدې حال کې یې د امریکا د ادارې او د هغه هیواد د دفاع پر وزارت انتقادونه کړي دي.

سیګار په یوه ځای کې لیکي؛ د افغان میرمنو لپاره د پروژو د تمویل او هم د پروګرامونو نه ځانګړتیا د دې لامل شوې چې ډیری موسسې د خپلو کارونو په اړه سم راپورونه او سم معلومات ورنه کړي.

د دې راپور په بله برخه کې راغلي چې داسې ښکاره نښه نشته چې وښیي وروسته له هغه چې د امریکا د مالیه ورکوونکو میلیونونه ډالره چې د امریکایي ادارو په تیره بیا د نړیوالې پرمختیایي ادارې له خوا مصرف شوي؛ د افغانستان د ښځو په ژوند کې څه بدلون او پرمختګ راوستی دی.

بل خوا په کابل کې د ښځو چارو سرپرسته وزیره مژګان مصطفوي وایي؛ په تیرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.

میرمن مصطفوي آزادي راډیو ته وویل؛ که په اوسني حکومت کې د ښځو په برخه کې پیسې په سمه توګه مصرف شي؛ نو د هغوی د ستونزو لویه برخه به هواره شي:

"هغه راپورونه چې معمولا د موسسو له خوا خپریږي؛ د یوې بیلګې د اخستو پر اساس وي او زموږ د هیواد د ټولو شمېرو ځواب نه وایي. معمولاً بیلګې د ټولې ټولنې ځواب ویونکي نه وي. موږ مثبت بدلونونه لرو. که په تیرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان د حکومت د لاسته راوړنو یوه ارزونه ولرو؛ نو په څو برخو کې واقعاً د پام وړ پرمختګونه لرو."

سیګار په خپل وروستي راپور کې دغه راز ویلي چې د بشپړو او واضحو معلوماتو نشتوالی د دې لامل شوی چې موسسې نه شي کولی د پالیسیو او پروګرامونو د جوړولو او د افغان میرمنو سره د مالي مرستو په برخو کې سمې پریکړې وکړي.

سیګار لیکي، په داسې حال کې چې امریکایي ادارې او موسسې غواړي د افغانو ښځو لپاره مالي مرستې ډیرې کړي؛ خو هیڅ یوه یې داسې پلان نه لري چې د ۲۰۱۴ کال د ټولو کارونو او پرمختګونو نتیجه وارزوې او تعقیب یې کړي.

XS
SM
MD
LG