د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

د کندز نوي والي "محمد عمر ساپي" رسماً خپله دنده پیل کړه


د کندز نوي والي محمد عمر ساپی
د کندز نوي والي محمد عمر ساپی

کندز ولایت ته د ملي یوالي حکومت لخوا نوي والي، د امنیې قوماندان همدارنګه د ملي امنیت رییس د یولړ ځانګړې مراسومو په ترڅ کې د دې ولایت دولتي چارواکو او خلکو ته معرفي شول.

محمدعمر ساپي د کندز ولایت د نوي والي په توګه معرفي شو؛ همدارنګه دې ولایت لپاره د امنې قوماندان او د ملي امنیت رییس پردندو وګمارل شول.

دیادو چارواکو د معرفي کولو په مراسمو کې چې د کندز ولايت په مقام کې جوړ شوې وه؛ د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالمتین بیک؛ د کورنیو چارو وزارت یوشمېر چارواکو؛ د ولسمشر استازو، د ولسي جرګې یوشمېر غړو، د ولایتي شورا غړو، د یاد ولايت چارواکو، په لسګونو قومي مشرانو او د مدني ټولنو فعالانو برخه اخيستې وه.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالمتین بیک؛ د غونډې برخه والو ته وويل، دغه کسان د آزاد رقابت له لارې چې خپله ولسمشر ورسره مرکه کړې؛ په یادو شو پوستونو کې ګومارل شوي دي.

د کندز نوي والي محمد عمر ساپي په خپلو خبرو کې وويل چې د دې ولايت امنيت د ده په لومړيتوبونو کې دى همدارنګه د بیارغونې په برخه به هم ګوټلې ګامونه پورته کړي:

"وروسته له دې به هغو کسانو ته وخت ورنه کړو چې د کندز خلکو په برخه لیک لوبې وکړي او په خپلې خوښې نا اهل کسان په دولتي ادارو کې په دندو وګماري؛ ولسمشر له موږ سره یې منلۍ ده، کندز به له شپږو ولسوالیو څخه لسو ولسوالیو ته ارتقاع کوي؛ همدارنګه موږ به اداري واحدونه او حکومتي مامورانفیلتر کوو؛ څوک چې اهلیت ولري هغه په خپلو دندو کې پاتې کیږي او نا اهل کسان به له دندو لرې کوو."

ساپي زیاته کړه چې د کندز ولایت خلک ډېر میلمه پال دی او له خلکو یې وغوښتل تر هغه پورې چپنې مه راکوئ چې د دې ولایت په بېلا بېلو برخو کې اساسي بدلون نه وي رامنځته شوی:

"هغه وخت باید تاسې ماته چپنې راکړئ چې زه وکولي شم تاسوته واقعاً د خدمت جوګه شم؛ دوستانو د خان اباد ولسوالۍ موضوع ته اشاره وکړه؛ زه له همدې ځايه پر هغو کسانو باندې غږ کوم چې نور له دې کرغېړن او بد کار څخه لاس واخلي او نور دې ورور خپل وروره نه وژنې او کنه موږ به بې پر وړاندې له خپلو ګډو امنیتي ځواکو څخه کار واخلو."

محمد عمر ساپي په انګستان کې د امنیت په څانګه کې ماسټري کړې.

په ولسي جرګې کې د کندز د خلکو استازي ډاکټر فاطمه عزیز وویل؛ هرکله چې لوړ پوړې چارواکي نوي معرفي کیږي خلکو ته بېلابېلي وعده ورکوي؛ خو یوه یې هم سرته نه رسوي.

مېرمن عزیز همداراز وویل؛ په تېرو دیارلس کالو کې دې ولایت ته د مرکزي حکومت له خوا سمه توجه نه ده شوې او له نوي والي یې وغوښتل چې باید ددې ولایت امنیت او بیارغونې ته ډېره جدي توجه وکړي:

"هر والي او قوماندان چې دلته راغلی او خپل شاو خوا یې لوړ دیوالونه وچت کړي او په خپل دفترونو کې ناست وو او د خلکو ستونزو ته یې هیڅ پاملرنه نه ده کړې؛ هیله منده یم چې باید د خلک پرمخ د ولایت دروازه خلاصه وي؛ هیله منده یم چې تاسې په دې ولایت کې سمه کار وکړئ او د کندز خلک هم دومره ناسپاسه نه دی، ستاسو لږکار هم په زیاته پیمانه شمېري."

د وخت په تېریدو سره به دا روښانه شي چې کندز نوي والي ساپي څومره به خپلې ژمنې عملي کړي.

په داسې حال کې کندز ولایت ته د ملي یوالي حکومت له خوا سیمه ییز چارواکې معرفي کیږي چې په دې وروستیو څو میاشتو کې په دې ولایت کې ناامنیو زور اخیستی دی.

راپور: اجمل آرین- کندز

XS
SM
MD
LG