د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

"ایوپول د دوو نورو کلونو لپاره د افغان پولیسو روزنې ته ادامه ورکوي"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د پولیسو د ماموریت له تمدېدو هرکلی وکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ د اروپايي اتحادیې پولیس (ایوپول) به د دوو نور کلونو لپاره هم د افغان پوليسو د مسلکي کېدو او روزنې په برخو کې مرستو ته ادامه ورکوي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ د اروپايي اتحادیې دا پریکړه ښيي چې دوی له افغان پولیسو سره خپلو دوامدارو مرستو ته ژمن دي:

"اصلي هدف د ماموریت دا دی چې د پولیسو د روزنې په برخه کې همکاري وکړي؛ په ځانګړې توګه د ظرفیت لوړونې په برخه کې؛ دوی به د قانون د پلې کېدو په برخه کې پولیسو ته روزنې ورکړي؛ دا یومهم پرمختګ دی چې ښيي اروپايي اتحادیه له افغان پولیسو سره دوامدارو همکاریو ته ژمنه ده."

د اروپايي اتحادیې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ د دې اتحادیې پولیس به په راتلونکو دوو کلونو کې په افغانستان کې افغان پولیسو د ظرفیت لوړونې کارونه بشپړ کړي او یاد ماموریت ته یې څه باندې ۷۰ میلیونه ډالره بودجه هم ځانګړې کړې ده.

ټاکل شوې وه د اروپايي اتحادیې د پوليسو ماموريت د روان میلادي کال د ډسمبر تر وروستۍ نېټه پای ته ورسېږي؛ خو د دې اتحادیې د نوې پرېکړې له مخې دا ماموريت به د ۲۰۱۶ د ډسمبر میاشتې تر ۳۱ مې نېټې پورې غځېدلی.

د اروپايي اتحادیه پولیس د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې له تېرو ۷ کلونو راهیسې له افغان پولیسو سره اصلاحاتو؛ د افغان ملي پولیسو مسلکيتوب او د پولیسو او قضا تر منځ د اړیکو ودې په برخه کې کار کوي.

د کورنیو چارو وزارت دا ونه ویل چې د اروپايي اتحادیې څومره شمېر کې پولیس روزونکي به افغان پولیسو ته روزنه ورکړي.

د امنیتي چارو افغان کارپوهان په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د پولیسو د ماموریت تمدېدل یو نیک اقدام بولي او وايي؛ د یادې اتحادیې پولیس هغه تجربې چې به خپلو هېوادونو کې لري باید له افغان پولیسو سره هم شریکې کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امنیتي چارو کارپوه فقیر محمد فقیر وايي؛ افغان پولیس اوس هم په بېلابېلو برخو کې زده کړې او ښوونې ته اړتیا لري:

"که اورپايي اتحادیه د زړه له اخلاص وغواړي چې له افغان پولیسو سره خپلې تجربې شریکې کړي؛ نیکې او ګټورې مشورې هم راکړي؛ نو طبعیي ده چې دا کار په ګټه دی؛ موږ په بېلابېلو برخو کې ښوونې او زده کړې ته اړتیا لرو."

د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې دا مهال نږدې ۱۵۰ زره افغان پولیسو په دندو بوخت دي چې لا هم زیاتې روزنې او مشورو ته اړتیا لري.

تل داسې انتقادونه کیږي چې افغان پولیس لاهم له مسلکي پوله نیمګړتیاوې لري؛ دوی د قانون په پلي کېدو او له خلکو سره په سمه رویه کې پاتې راغلي.

کارپوهان سپارښتنه کوي چې افغان پولیس د جرایمو د کشف لپاره پرمختللیو وسایلو ته اړتیا لري چې باید مرستندویه هېوادونو له خوا وراکړل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG