د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

"ستاسو زړې جامې، د یوه فقیر هیله"


یوشمېر افغان مدني فعالان وايي، بې وزلو ته د مرستو راټولو دوه ورځنی کمپاین یې پيل کړی؛ ‎څو له اړو خلکو سره د مرستو کولو فرهنګ ترویج شي.

د ژمې له را رسېدو وړاندې یو شمېر افغان مدني فعالان څه کوي چې په کابل ښار کې د زړو کالیو په راغونډلو سره اړو او بې وزلو خلکو سره لازمې مرستې وکړي؛ دوی له بډایو او شتمنو خلکو غواړي چې په دې کمپاین کې ورسره ګډون وکړي.

مدني فعال فرید احمد چې د جمعې په ورځ د دری مکروریانو په پارک کې د مرستو راټولو لپاره خیمه لګولې وه او له خپلو ملګرو سره بې وزلو او اړو خلکو ته د زړو کالیو په راټولو مصروف و؛ ازادۍ راډیو ته وویل، که دا پروسه یې بریالی شوه غواړي نور ولایتونو ته یې هم وغځوي:

"یوه ډله ځوانان سره راټول شوي یوو؛ یوه پروسه مو اړو خلکو ته د کالیو را ټولو لو ترنامه لاندې پیل کړې؛ پروسه داسې ده چې موږ له هغو کسانو کالي راټوله وو چې هغوی یې نه اغوندي؛ موډ یې تیر شوی او یا زاړه شوي وي؛ زموږ هدف له دې پروسې نه دا دی چې نور باید بهرنیو ته د مرستو لاس اوږد نه کړو؛ څه ناڅه چې لرو راټول یې کړو خپلو هېوادوالو ته یې ورکړو."

دغه کمپاین "ستاسو زړې جامې، د یوه فقیر هیله" تر نامه لاندې د جمعې په ورځ د کابل ښار په اتو سیمو، کوټه سنګي، دهن باغ، وزیراباد څلور لارې، د خیر خانې او له حصه، دهمزنګ، مکروریان او کارتې سې په سیمه کې پیل شو.

له دې وړاندې د نړیوال بانک ویلي چې د افغانستان درې لکه افغان د بې وزلۍ تر کچې لاندې ژوند کوي او د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي.

په ورته وخت کې یوشمېر کابل ښاریان د مدني فعالانو له دې اقدام څخه هرکلی کوي او وايي؛ په دې ډول کمپاینونو سره په افغانستان کې اړوخلکو ته د مرستې فرهنګ غوړيږي.

دوه تنه کابل ښاریان محمد رسول او محیب الله په دې اړه ازادۍ راډیوته وویل:

"۱: زموږ خوښ یو چې نن افغان ځوانان خلکو ته مرستې راټولوي او هرڅو د خپلې وس مطابق اړو خلکو سره مرستې کوي.

۲: په هېواد کې زیات بې وزلي لرو؛ حکومت په خپل ځان کې زیاتې ستونزې لري؛ ژمی په رارسېدو دی، زیات خلک جرابې نه لري، بوټ نه لري، په داسې مرستو سره هغوی خوشحالیږي."

یوشمېر افغان مدني فعالان او کارپوهان وايي چې په تېرو دیارلسو کلونو کې له افغانستان سره د نړیوالو ټولنې د ملیاردونو ډالرو مرستو سره سره بیا هم په افغانستان کې ځینې خلک د بې زولۍ تر کچې لاندې ژوند کوي او ژوند یې له ګواښونه سره مخ دی.

دوی وايي، نوی افغان حکومت باید د بې وزلۍ د لمنځه وړلو لپاره پیاوړې اقتصادي پالیسي جوړه کړي؛ څو خلک د بې وزلي له لاسه له کړېدلی ژوند نه خلاص شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG