د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

خوست: وزیرستاني کډوال د ژمنیو توکو مرستو ته سترګې په لار دي


په خوست کې یو شمېر وزیرستاني قومي مشران او مخور د میشتو وزیرستانيو کډوالو کورنیو له پاره د ژمنیو توکو د مرستو غوښتنه کوي.

دوی وايي، چې حکومتي ادارې او موسسې یوازې د ګلان کېمپ اوسیدونکو ته په منظم ډول مرستې ویشي، خو اتیا سلنه نور کډوال چې د خوست په بیلابیلو سیمو او ولسوالیو کې اوسیږي، هغو ته دا مرستې نه رسیږي.

وزیرستاني مشران له افغان حکومت او نړیوالو مرستندویه موسسو څخه غواړي، چې د ژمي په دې سړو شپو ورځو کې دې د ټولو کډوالو سره د خیمو، ګرمو لباسونو، لرګیو او بخاریو مرستې وکړي.

یو تن وزیرستانی کډوال ډاکټر حیات محسود مشال راډیو ته د کډوالو ژمنۍ اړتیاوې داسې په ګوته کړې:

((افغان دولت ته هم خواست کوو، او نورو موسسو ته چې کډوالو سره لږې ښې مرستې وکړي، کډوالو ته مرستې ښې دي، خو د دوی تر اړتیاوو کمې دي، په ژمي کې په اول قدم کې خیمو ته اړتیا ده، ورسره تودې کمپلې او ګرم لباسونه ورکړل شي، همدارنګه خوراکي او غیر خوراکي توکي د انسانانو سره تړلي توکي دي او باید دوی ته ورسیږي.))

مولوي خان دراز داوړ وايي، چې ډیری کډوالې کورنۍ بې وزله دي، نو مرسته رسوونکې ادارې باید د ګلان کېمپ سره یو ځای د خوست په نورو سیمو کې هم کډوالو ته لازمې او اړینې مرستې وویشي:

((صرف دوه زره کورنۍ داسې دي، چې په کېمپ کې اوسیږي او دوی ته رشن میلاویږي، خو له دې علاوه چې ۲۳ زره نورې کورنۍ چې د ګلان کېمپ نه بهر دي، هغوی ته له روژې ورسته مرستې نه دي رسیدلي، په ژمي کې په خاصه توګه دوی ته د خیمو ضرورت دی، دوی ته د لرګیو ضرورت دی، دوی ته د بخاریو ضرورت دی، خوراکي توکي خو بالکل نشته، دا خلک کاروبار هم نه لري او دا خلک ډېر سره مظلوم دي.))

ملک مزاالدین وزیر هم د خپل قوم دکډوالو په استازیتوب خپلې ژمنۍ اړتیاوې داسې ښيي:

((اوله ستونزه داده، چې ساړه دی، خو شل فیصده خلک په کېمپ کې دي او اتیا فیصده د کېمپ نه بهر دی، نو اوله اړیتا داده، چې دې خلکو ته بخاری، لرګي او ګیس ورکړل شي، چې ژمي يې ګرم تېر شي.))

د خوست د قومونو او سرحدونو چارو رئیس نقیب الله متونوال وايي، چې د کډوالو ستونزې به په ډېر نږدې راتلونکې کې تر یوه بریده حل شي، ځکه د یو شمېر موسسو او ادارو له خوا ورباندې عملاً کار روان دی.

خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي هم د وزیرستانیو قومي مشرانو سره په یوه ناسته کې د دوی ستونزې پر ځای وبللې.

ده وویل، چې د خوست محلي اداره د کډوالو له پاره د ډېرو او اساسي مرستو د راجلبولو په لټه کې دی، تر څو ټول میشتو کډوالو ته هغه مرستې ترلاسه کړي، چې د کډوالو د نړیوالې ادارې په نورم کې ځای شوي دي:

((لکه څرنګه چې موږ د خپلې کورنۍ او بچیانو له پاره څه غواړو، هغه ستاسو له پاره هم غواړو، په غرونو او مختلفو ځایونو کې چې تاسو اوسیږئ، دا حقیقت دی چې باید ورته رسیده ګي شوي وای، که څه هم موږ وکولای شول د لسو زرو کورنیو سره د مرستو تضمین واخلو، خو هڅه موداده، چې نړیوال به دا تعداد ډېر ژر ۱۵ زرو کورنیو ته پورته کړي.))

د یادونې وړ ده، دا مهال د خوست په مرکز او ولسوالیو کې خواوشا دېرش زره وزیرستانۍ کورنۍ چې د غړو شمېر يې دوه لکو کسانو ته رسیږي، استوګنه لري، دې ژمي د موسم په راتګ سره د دې کورنیو ستونزې او اړتیاوې ډېرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG