د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

م.م: ۲۰۱۴م کال د افغانانو لپاره ترټولو خونړی کال دی


په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د بشري حقونو د څانګې رییسه "جیورجیتي ګاګنون"
په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د بشري حقونو د څانګې رییسه "جیورجیتي ګاګنون"

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د جمعې په ورځ وویل؛ په ۲۰۱۴م کال کې له طالبانو سره جګړو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله تر بل هر کال زیاته ده او د نومبر میاشتې تر دیرشمې نیټې پورې چې ملګرو ملتونو کوم ارقام ثبت کړي؛ ښیي چې لږ ترلږه ۳۱۸۸ تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.

دا شمېر ښیي چې روانه جګړه له ختیمدو نه ډیره لري ده او دا په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه به د روان عیسوي کال په پای کې له دې هېواده ووځي او د جنګي ماموریت پرځای به د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ او روزنې چارې برمخ وړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د بشري حقونو د څانګې رییسې "جیورجیتي ګاګنون" وویل؛ په افغانستان کې د ملکیانو وضعه ډيره وېرونکې ده.

د ملګرو ملتونو ارقام ښیي چې د نومبرمیاشتې تر دېرشمې نیټې پورې په افغانستان کې ۳۱۸۸ تنه ملکیان وژل شوي او ۶۴۲۹ نور ټپیان دي.

په دې توګه ۲۰۱۴م کال د افغانانو لپاره ترټولو خونړی کال دی او د ملکیانو مرګ ژوبله به په کې له لسو زرو واوړي.

د ملګرو ملتونو ماموریت وایي، په نومبر میاشت کې په افغانستان کې د تیرکال همدې میاشتې په پرتله د ملکیانو په تلفاتو کې په سلو کې ۱۹ زیاتوالی راغلی او دا رقم د ۲۰۰۱ کال نه هم پورته دی. هغه مهال په افغانستان کې ۳۱۳۳تنه ملکیان وژل شوي وو.

رویټرز آژانس لیکي، دا لومړي ځل دی چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو اصلي لامل ګڼل کیږي. په تیرو کلونو کې به په سړک کې د ښخو شویو ماینونو په چاودنو کې ملکیانو ته زیاته مرګ ژوبله رسیدله.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ماموریت کې د بشري حقونو د څانګې رییسې میرمن ګاګنون په ټولو اړخونو غږ وکړ چې دوی باید هڅه وکړي؛ ملیکان په ډزو، د هاوان او نورو درندو وسلو جګړو کې راحصار نه کړي.

د ملګرو ملتونو په ارقامو کې ښودل شوي چې په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې درې پرڅلور برخه د طالب وسله والو له خوا دهاو دا ځکه چې دغو سخت دریځو د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد جګړو ته زور ورکړی دی.

ملګرو ملتونو له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د ارقامو ثبتول پیل کړې او له هغه وخت راهیسې تر اوسه په دې هیواد کې ټول ټال ۱۷۲۵۲ تنه ملکیان وژل شوي او ۲۹۵۳۶ نور ټپیان دي.

په دې سربیره، د ملي پوځ او ملي پولیسو افراد چې له وسله والو سره په جګړو کې ښکیل دي؛ هم زیاته مرګ ژوبله لري او په روان عیسوي کال کې له ۴۶۰۰ څخه زیات کسان یې وژل شوي دي.

دغه راز له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان په جګړو کې د ۲۹ هیوادو شاوخوا ۳۵۰۰ عسکر هم وژل شوي چې په دوی کې ۲۲۰۰ امریکایان دي.

XS
SM
MD
LG