د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

"په بدخشان کې طالبان د کانونو د غیرقانوني استخراج له لارې تمویږلیږي"


د بدخشان ولایت د سرپرست والي معاون ډاکټر ګل محمد بیدار
د بدخشان ولایت د سرپرست والي معاون ډاکټر ګل محمد بیدار

په بدخشان ولایت کې وسله وال مخالفین د کانونو د غیرقانوني استخراج او د نشه یي توکیو د قاچاق له لارې تمویلیږي.

د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل چې د سرو زرو کان په راغستان ولسوالۍ کې او د لاجوردو کان به کران او منجان ولسوالۍ کې په دې وروستیو کې په غیر قانوني توګه استخراج کیږي؛ همدارنګه د نشه یې توکیو د قاچاق له لارې وسله وال مخالفین تمویل او تجهیز کیږي.

دا چې وسله وال مخالفین په بدخشان ولایت کې له کومو سرچینو څخه تمویل او تجهیز کیږي؟ د بدخشان ولایت د سرپرست والي معاون ډاکټر ګل محمد بیدار په ځانګړې مرکه کې ازادۍ راډیو ته وویل:

"د نشه یي توکو قاچاق هم په دې ولایت کې د خلکو لپاره د اندیښنې لامل دی او له همدې لارې طالبان او تروریزم هم تمویل کیږي؛ د کانونو موضوع هم نه ردوو، ځکه دا مهال به کران و منجان، يُمګان او جرم ولسوالیو کې کانونه په غیر قانوني توکه استخراج کیږي او د غیر مسوول وسله والو په ولکه کې دي.

خو په دې تېرې یوې میاشتې کې موږ د لاجوردو انتقال باندې د ملي امنیت شورا د مصوبه پر اساس بندیز لږولې؛ ځکه د کانونو د غیرقانوي استخراج له طریقه وسله والو مخالفینو هم روپۍ ترلاسه کولې او کوم بار وړونکې موټرونه چې له کان څخه راتلل د لارې په اوږدو کې وسله والو مخالفینو له هر موټر څخه له یولک نیولې تر ۸۰۰۰۰ اتیازره افغانیو پورې پیسې اخیستلې."

د هغه په خبره چې دامهال د فیض اباد به زاړه ښار کې په لسګونه لارې له لاجوردو بار ولاړې دی ځکه ورباندې بندیز لګول شوی څو لاجورد او قیمتي ډبرې نورو ولایتونو ته انتقال نه کړي.

د بیدار په وینا چې د راغستان په ولسوالۍ کې هم د سرو زرو کان به غیرقانوني توګه استخراج کیږي چې ډېره برخه یې د وسله والو مخالفینو جیب ته د عُشر او ذکات په نوم ورځي:

"په راغستان ولسوالۍ کې د طلا کان په غیر قانوني توګه استخراج کیږي؛ چې نږدې څلورزره کسان په کې په کار بوخت دي؛ موږ په دې اړه څو ځلې مکتوبونه واستول؛ همدارنګه امنیتي ځواکونه مو ولیږل؛ خو د خلکو له غبرګون سره مخ شول حکومت بیا ونه غوښتل چې عام ولس متضرره شي چې له دې کان څخه هم د یوشمېر کسانو له خوا یو اندازه روپۍ د عُشر او ذکات په نوم راټولیږي او طالبانو ته یې ورکوي."

نوموړي همداراز زیاته کړه چې په راتلونکو کې د ملي امنیت شورا پلان لري چې د لاجوردو کان قرار داد ته ورکړي او حکومت غواړي چې د راغستان د طلا کان د غیرقانوني استخراج مخنیوی هم وکړي.

په همدې حال کې جنرال بابه جان د بدخشان د امنیې قوماندان ازادۍ راډیو ته وویل چې د کانونو د غیرقانوني استخراج او د مخدره توکو قاچاق له لارې وسله وال مخالفین تمویل کیږي:

"بدخشان یو غرنې ولایت دی او نږدېوالي یې له پاکستان او منځنې اسیایي هېوادونو سره د دې لامل شوی چې ځان ته د نشه یي توکیو مافیاوو او د وسله والو مخالفینو پاملرنه جلب کړي؛ ځکه له همدې لارې قاچاقبران غواړي؛ خپل مخدره توکي نورو اسیايي هېوادونو ته انتقال کړي او د وسله والو مخالفینو لپار ښه پټن ځایونه په کې موجود دي.

له بلې خوا په دې ولایت کې کانونه هم په غیر قانوني توګه استخراج کیږي او د غیر مسوول وسله والو په ولکه کې دي؛ څوځلې امنیتي ځواکونه له غیر مسوول وسله والو سره جګړه وکړه؛ تراوسه پورې کانونه په اساسي ډول د کانونو وزارت په اختیار کې نه دي؛ په دې اړه موږ خپل پلانونو او وړاندېزونه د ملي امنیت شورا، د کورنیو چارو وزارت او همدارنګه د ملي دفاع وزارت ته وړاندې کړي دي."

بابه جان زیاته کړه چې د روان کال په دې ورستیو درېیو میاشتو کې څه باندې لس قاچاقبران د پولیسو له خوا نیول شوي؛ همدارنګه د هیرویینو د تولید دوه فابرکې یې وجاړې کړې دي او له یو ټُن څخه زیات نشه یې توکي یې کشف او ضبط کړي دي.

د بدخشان ولایت په شمال ختیځ زون کې موقعیت لري؛ یو غرنی او سمسور ولایت دی؛ په نوموړې ولایت کې بېلابېلې طبیعي زیرمې موجودې دي چې تراوسه پورې ورڅخه په سمه توګه ګټه نه ده اخیستل شوي همدارنګه بدخشان له چین، پاکستان او تاجکستان سره ګډه پوله لري.

XS
SM
MD
LG