د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

د ولسي جرګې ريیس اوسنی حکومت د اساسي قانون خلاف وباله


په افغانستان کې روانو ناامنیو اواقتصادي اوتجارتي ستونزو ته په پام، د ولسي جرګې ريیس اوسنی حکومت د اساسي قانون خلاف وباله.

د ولسي جرګې مشر د اوسنیو امنیتي او اقتصادي ستونزو لامل د ملي وحدت حکومت بولي او وایي چې دا حکومت د اساسي قانون خلاف او د بهرنیانو په خوښه جوړ یوغیر قانوني تشکیل دی.

عبدالرووف ابراهیمي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وروسته له هغې وکړي چې وکیلانو ویل د ملي وحدت حکومت د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی.

د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وکیلانو د هیواد روان امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل چې د ملي یووالي حکومت په هېواد کې د ناامنیو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی:

"دا حکومت یو اجباري او د امریکا له خوا د امریکا په سفارت کې جوړ یو حکومت دی؛ موږ بل بدیل نه درلود، مجبور شو د اساسي قانون پرخلاف یې هم ومنو."

په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني او اجرایي ريیس عبدالله عبدالله ترمینځ د ملي وحدت حکومت وروسته له هغې رامینځته شو چې د دویم ځل انتخاباتو نتایج لانجمن شول.

د دې حکومت د جوړیدو په طرح کې امریکا هم ګډون درلود او د بهرنیو چارو وزیر يې جان کیري په همدې هدف دوه ځلې کابل ته راغی.

د ملي یووالي د حکومت په هکله جمهور رییس اشرف غني او اجرایي ريیس عبداله ویلي چې په هیواد کې د بحران د مخنیوي لپاره د ملي یووالي د حکومت بڼه ترټولو غوره ده.

د ولسي جرګې د ريیس له څرګندونو سره ځینو وکیلانو مخالف هم وکړا و دا حکومت یې د میلیونونو افغانانو د رایو نتیجه وبلله.

د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ وویل:

"دا حکومت چې تاسې ورته د امریکا په خوښه جوړ حکومت وايئ؛ په یاد ولرئ چې د دې حکومت لپاره په انتخاباتو میلیونونو افغانانو رایې ورکړي دي."

د ملي یووالي حکومت د تشکیل په اړه انتقادونه په داسې حال کې کیږي چې دې حکومت له جوړیدو تراوسه د کابینې یو غړی هم په رسمي توګه نه دی ټاکلی.

داسې انتقادونه هم شته چې د دې حکومت چارواکي ترډیره په شخصي ګټو پسې

ګرځي او همدا موضوع د کابینې د ځنډ لامل شوې ده.

خو له دې ټولوسره سره ولسمشر او اجرايي ريیس ژمنه کړې چې ترراتلونکې یوې اویا دوه اوونیو پورې به د کابینې غړي وټاکي او د باور د رایو د اخیستو لپاره به ولسي جرګې ته معرفي کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG