د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

پوټین: هیڅ هیواد روسیه تر خپل اغیز لاندې نه شي راوستلای


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین وايي چې هیڅ هیواد روسیه تر خپل اغیز لاندې نه شي راوستلای او نه یې څنډې ته (منزوي) کولای شي.

هغه وویل چې د تیرو پيړیو په ترڅ کې په وار – وار دا کار شوی؛ خو اوس په څرګنده هڅې کیږي چې روسیه د خپل مستقل دریځ د بیې پرې کولو ته مجبوره شي.

پوټین پرون په مسکو کې د روسیې د پوځ د متقاعدو عسکرو او ملکي مامورینو په د ملي ورځې په مناسبت په وینا کې وویل:

"ځیني وختونه داسې څرګندیږي چې اوس د دې غږ اوچیتږي چې روسیه باید د خپل مستقل دریځ؛ د خپلو وطنپالو د ملاتړ، د کریمیا او سواستوپول او حتی زموږ د موجودیت ستره بیه پرې کړي.

دا څرګنده ده چې هیڅ څوک به د روسیې په ډارولو او منزوي کولو بریالی نه شي. اوس باید موږ له ځيني سختیو سره مخامخ کېدو او هغو ګواښونو ته د ځواب لپاره تیار شو چې زموږ خپلواکي، ثبات، زموږ د ټولنې ملي وحدت او د خاورې بشپړتیا ته خطر پيښولای شي."

د روسیې ولسمشر، د ده په وینا، د معاصرو ستونزو او ګواښونو په وړاندې د مبارزې لپاره؛ د دې هیواد د استخباراتي ادارو د فعالیت پر اهمیت ټینګار وکړ.

پوټین همدا راز څرګنده کړه چې د روسیې د استخباراتي ادارو لپاره تر ټولو مهمه مساله د تروریزم پر وړاندې مبارزه او د روسیې د سیاسي او اقتصادي ګټو د ځپلو لپاره د یو شمېر بهرنیو ځانګړو ادارو د هڅو شنډول دي.

د روسیې ولسمشر په داسې حال کې دا خبرې کړې چې د اټکلونو پر اساس؛ دا هیواد ښايي د غربي هیوادونو د بندیزونو او په نړیوال مارکيټ کې د تیلو د نرخ د ټيټیدو له امله؛ له اقتصادي رکود سره مخامخ شي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ له روسیې غوښتنه وکړه چې د کریمیا الحاق ختم کړي. اوباما هغه نوي اقدامات هم اعلان کړل چې امریکايي شرکتونه او وګړي له کریمیا د ټولو موادو؛ خدماتو او ټکنالوژۍ له واردولو منع کوي.

ولسمشر اوباما د امریکا د خزانې وزارت ته واک ورکړ چې په سیمه کې پر شرکتونو او سوداګرو بندیزونه ولګوي.

د دې نوي فرمان پر اساس؛ د امریکا خزانې وزارت د اولسو وګړو او اوو ادارو نومونه د بندیزونو په تور لست کې شامل کړل.

تر دې یوه ورځ وړاندې، اروپايي اتحادیې په کریمیا کې پر پانګونې بندیز ولګاوه.

د روسیې د بهرنیوچارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې مسکو د امریکا او کاناډا د بندیزونو د ځواب تیاري نیسي؛ خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG