د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

په ګوانټانامو کې ۴ تنه افغان بندیان کابل ته وسپارل شول


د امریکا د دفاع وزارت پرون (شنبه) د ګوانټانامو له زندانه د څلورو افغانانو د خوشې کیدو او افغانستان ته د هغوی د سپارلو خبر ورکړ.

له ګوانټانامو زندانه خوشي شوي افغانان محمد سعید د غزني؛ شاولي خان د زابل، عبدالغني د کندهار او خیالي ګل د خوست اوسیدونکي دي.

یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی؛ ویلي چې دا کسان وړمه شپه؛ د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې افغانستان ته ولیږدول او افغان حکومت ته وسپارل شول.

امریکايي لوري ویلي چې د دې کسانو د بیا توقیف او یا له هغوی څخه د زیاتو څیړنو اړتیا نشته.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې خوشې شوي افغانان به تر روغتیايي معاینو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي او حکومت به يې د امنیت او د نوي ژوند لپاره مرستې کوي.

د دې شورا غړي محمد امین وقاد ازادي پرون (شنبه) ازادي راډیو ته وویل چې دا څلور افغانان؛ د ګوانټانامو د زندان د بندولو لپاره د امریکا د ولسمشر د پالیسۍ او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني د هڅو پر اساس خوشې شوي دي.

ښاغلي وقاد هیله څرګنده کړه چې دا به په افغانستان کې د سولې له هڅو سره مرسته وکړي:

"دا په همداسې لوړه کچه خلک وو چې د امریکا لپاره مطلوب او ګرفتار شوي وو. امید شته چې د دوی خلاصون به د سولې لپاره چې د افغانستان د خلکو حق او غوښتنه ده؛ موثره تمام شي."

له کابله د امریکا د سفارت خبرپاڼه وايي چې د افغانستان پر حکومت بشپړ ډاډ لري چې د هغو ټولو ګواښونو مخنیوی کولای شي چې دا کسان یې پيښولای شي او دې کسانو ته د ټولو بشري مرستو د رسولو توان لري.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا اقدام څرګندوي چې افغانستان خپلواک هیواد دی او امریکا د دې هیواد د حکومتي ادارو پر پياوړتیا باور لري.

د اسوشيېټډ پرس په حواله، په ګوانټانامو زندان کې اته تنه افغانان لا هم بندیان دي خو د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي محمد امین وقاد له ازادي راډیو سره په مرکه کې دقیق شمېر څرګند نه کړ:

"ډير کسان شته خو درته ویلای یې نه شم او امید شته چې د هغوی لپاره به هم لاره خلاصیږي او د موافقې پر اساس به هغوی هم په تدریجي ډول افغاني لوري ته سپارل کیږي."

د ولسمشر اوباما د ادارې کارکونکو چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي؛ اسوشیېټډ پرس ته ویلي چې ښایي په راتلونکو اونیو کې نور کسان هم له دې زندانه خوشې شي.

رپوټونه وايي چې د ګوانټانامو په زندان کې یو سل او دو دیرش کسان پاتې دي چې د شپږڅلویښتو کسانو د لیږدول کیدو فرمان ورکړی شوی دی.

XS
SM
MD
LG