د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

په پاکستان کې څلور تنه نور اعدام شول


پاکستاني چارواکو نن (یک شنبه) د هغو څلورو تنو د اعدامولو خبر خپور کړ چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې پر پخواني ولسمشر پرویز مشرف د حملې په جرم نیول شوي وو.

د جرمني خبري اژانس، د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې دا کسان د پنجاب ایالت په یوه زندان کې؛ تر شدیدو امنیتي تدابیرولاندې اعدام شوي دي.

د پاکستان حکومت د پنج شنبې په ورځ هم دوه وسله وال اعدام کړل او نن يې وویل چې د ځیني کسانو د اعدامولو پر پلان کار روان دی.

د اسلام اباد حکومت په پيښور کې پر یوه ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر وسله والې حملې وروسته؛ پر اعدامونو شپږکلن بندیز لرې کړ.

په دې حمله کې لږترلږه یوسل او پينځه دیرش کوچنیان او تنکي ځوانان ووژل شول. نن هم ګڼ شمیر کسان د پيښور ښار په دې سیمه کې د حملې د قربانیانو د درناوي لپاره راغوڼډ شوي وو او د وسله والو حمله کونکو د اعدام غوښتنه یې کوله.

په عین حال کې، پاکستاني طالبانو خبرداری ورکړی چې په زندانونو کې د خپلو ملګرو بندیانو د خوشي کولو لپاره به د دې هیواد په ټولو ایالتونو کې پر بنديخانو حملې وکړي.

د پنجاب د کورنیو چارو ایالتي وزیر شجاع خانزاده د جرمني خبري آژانس ته وویل:

"موږ پر زندانونو د حملې خبرداری واورید او له پوځه مو غوښتنه وکړه چې دلته د دوو بندیخانو امنیت وساتي."

په سند ایالت کې د دوو زندانونو، په خیبر پښتونخوا کې د یوه او په بلوچستان کې هم د یوه محبس د امنیت ټينګولو لپاره اضافي عسکر استول شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې اوسمهال لږترلږه اته زره کسان چې د بیلا بیلو جرمونو له امله؛ په اعدام محکوم دي، د دې هیواد په زندانونو کې ساتل کیږي. په دوی کې دیرش فیصده کسان د تروریستي فعالیتونو په خاطر په اعدام محکوم شوي دي.

پاکستاني طالبان ویلي چې دوي به د خپلو ملګرو د خوشي کولو لپاره حملې کوي.

په تیرو دوو کلونو کې د پاکستان پر دوو زندانونو؛ دوې سترې حملې وشوې چې له امله یې لږترلږه شپږسوه بندیان په تیښته بریالي شول.

پاکستاني طالبانو په ۲۰۱۲ میلادي کال کې پر زندانونو د داسې حملو لپاره د انصارالاسیران یا له اسیرانو سره د مرستې په نوم، د یوې ځانګړې ډلې د جوړیدو اعلان کړی و.

XS
SM
MD
LG