د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

"د کابینې یوه اساسي برخه به راتلونکې چهارشنبه اعلان شي"


وروسته له هغه چې ولسي جرګې د کابینې د معرفي کیدو په برخه کې د حکومت له لورې پر ځنډ انتقادونه وکړل؛ د جمهوري ریاست یوې سرچینې دا تایید کړه چې د نوې کابینې د معرفي کولو پروسه د همدې اونۍ له چهارشنبې پیلیږي.

د جمهوري ریاست یوه سرچینه وایي چې د کابینې یوه اساسي برخه به راتلونکې چهارشنبې او پاته نوره به یې د بلې اونۍ په دوشنبې اعلان شي.

دغې سرچینې د یکشنبې په ورځ د نوم د نه ښودلو په شرط آزادی راډيو ته دا تایید کړه چې د کورنیو چارو وزارت لپاره فضل احمد معنوي کاندید دی.

خو د پاتې وزارتونو لپاره د کاندید وزیرانو په اړه یې معلومات ورنه کړل.

اخوا د اجرایي رییس دویم مرستیال محمد محقق د یکشنبې په ورځ د مجاهدینو د شورا یوې غونډې ته وویل چې نوې کابینه به په یوې یا دوو ورځو کې اعلان شي.

"د کابینې اساسي برخه ممکن نن یا سبا د ولسمشر او اجرایي رییس له خوا اعلان شي. د امنیت او اقتصاد کلیدي برخې ښایي؛ په یوې یا دوو ورځو کې اعلان شي. پاته برخه یې هم انشاءالله تر یوې اونۍ یا لسو ورځو پورې بشپړیږي."

ښاغلي محقق وویل، هڅه کیږي چې د نوي کابینې غړي مسلکي او په کار پوه و اوسي.

دا څرګندونې په داسې مهال مطرح کیږي چې ولسي جرګې د نوي کابینې د معرفي کولو لپاره حکومته ته یوه اونۍ وخت و ټاکه.

د دغې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل چې که حکومت د ولسي جرګې له خوا د ټاکل شوي نیټې پر اساس ورته وزیران معرفي نه کړي؛ نو دوی به یې په اړه پریکړه وکړي. خو د دې پریکړې په اړه یې جزیات ورنه کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا لس ورځې مخکې په ارګ کې د دیني عالمانو او ولسي جرګې له غړیو سره په کتنه کې وویل چې نوې کابینه د درېیو اونیو په جریان کې معرفي کیږي.

له دې وړاندې یو شمیر کورنیو رسنیو هم د نهو وزارتونو لپاره د کاندید وزیرانو لست خپور کړ.

د دې راپورونو پر اساس، صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزارت ته؛ شیر محمد کریمي دفاع وزارت ته؛ فضل احمد معنوي کورنیو چارو وزارت ته؛ جیلاني پوپل مالیې وزارت ته، سعادت نادري د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته؛ سردار احمد رحیمي د سوداګرۍ وزارت ته؛ فیض الله ذکي د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته او رحمت الله نبیل د ملي امنیت ریاست ته کاندیدان دي.

خو حکومت تر اوسه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

یو شمېرکتونکي وایي چې که دا وار هم حکومت د کابینې په معرفي کولو کې ځنډ وکړي او د ولسي جرګې غړي په ژمنیو رخصتیو ولاړ شي؛ نو ښایي بیا هم وزارتونه د راتلونکو څو میاشتو لپاره د سرپرستانو له خوا اداره شي.

XS
SM
MD
LG