د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

په بلوچستان کې د نورو اتو تنو مړي وموندل شول


د بلوچستان په پښين او سنځاوۍ سيمو کې د اتو تنو مړي موندل شوي دي، چې پينځه تنه پکې په ډزو ويشتل شوي او درې تنه تر شکنجو وروسته زېندۍ شوي دي. په روانه اوونۍ کې د بلوچستان له سنځاوۍ او کلاسيف الله سيمو هم لس تنه مړي موندل شوي وو.

د يکشنبې په ورځ د بلوچستان له دوو پښتني سيمو د نورو اتو تنو د جسدونو د موندلو خبر ورکړل شو. د کوټې ښار شمال لوېديځ لور ته د پښين سيمې له سرانان بازاره درې مړي تر لاسه شوي، خو تر اوسه لا نه دي پېژندل شوي.

د پښين تحصليدار حبيب الله ازادي راډيو ته وويل، چې دغه مړي يې سرانان بازار ته نيژدې له «هيکلزۍ» کلي تر لاسه کړي، چې وايي درېواړه لومړى شکنجه شوي، يو تن پکې پر سر په ډزو ويشتل شوى او بيا درېواړه په رسۍ را ځړول شوي او زېندۍ شوي دي. تحصيلدار حبيب الله وايي د يوه عمل د پينځويشتو کلونو په شاوخوا کې دى، بل د دېرشو او پينځه دېرشو کلونو تر منځ عمر لري او درېيم شاوخوا پينځوس کلن مالومېږي، خو د وژنې علت يې نه دى مالوم.

دوه نور مړي بيا د يکشنبې په ماسپښين د پښين سيمې مربوط په خانوزۍ سيمه کې موندل شوي دي. د خانوزۍ تحصيلدار سلام اڅکزى وايي، لېويز پوليسو يې په سيمه کې ګزمه کوله، چې دوه مړي يې وموندل. وايي د يوه عمر د دېرشو- پينځه دېرشو کلونو او د بل عمر د څلوېښتو- پينځه څلوېښتو کلونو په شاوخوا کې دي او په ډزو ويشتل شوي دي:

"لکه پخوا چې موږ په خانوزۍ کې مړي تر لاسه کول، دا هم قريباً د هغو کړۍ وه. مړي يې يوه ورځ زاړه مالومېږي، خو په جېبونو کې يې يو شى نه وو، له رنګه بلوڅان مالومېږي، پر بدنونو يې تشدد شوى دى او پر سرونو په مرميو ويشتل شوي دي"

سلام اڅکزى وايي، په تېر يونيم کال کې يې له همدې خانوزۍ سيمې د دوولسو تنو مړي تر لاسه کړي، چې اکثر پکې افغانان وي.

همدارنګه د کوټې ښار شمال ختيځ لور ته د زيارت ضلعې په سنځاوۍ سيمه کې هم بيا د درېوو نورو کسانو مړي موندل شوي دي. د زيارت يوه دولتي چارواکي- چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي- ازادي راډيو ته وويل، چې دغه مړي د سنځاوۍ په «بغاوه» کلي کې موندل شوي دي، چې د وژنې علت يې څرګند نه دى، خو وايي داسې مالومېږي چې دغه کسان هم له هغو اوو تنو سره يو ځاى وژل شوي وي، چې مړي يې دوې ورځې وړاندې له همدې سيمې تر لاسه شول.

د يادونې وړ ده، چې له دغو اتنو تنو سره- چې مړي يې د يکشنبې وموندل شول- په روانه اوونۍ کې په مرموز ډول د وژل شويو کسانو شمېر اتلسو تنو ته ورسېد. درې ورځې وړاندې د کلاسيف الله مربوط له کاڼ مهترزۍ سيمې د درو تنو مړي موندل شوي وو او دوې ورځې وړاندې په سنځاوۍ سيمه کې د اوو تنو مړي و موندل شول.

په بلوچستان کې په مرموز ډول د وژل کېدونکيو کسانو د مړيو د موندلو لړۍ څو کاله وړاندې پيل شوې، خو دا يوه نوې لړۍ ده، چې د دې ايالت په پښتني سيمو کې هم په مرميو سوري، شکنجه شوي او زېندۍ شوي مړي تر لاسه کېږي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG