د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

"د انتخاباتو د کمیسیون د مشر وروستۍ څرګندونې د قانون خلاف دي"


د افغانستان ولسي جرګه د انتخاباتو کمیسیون د رییس په هغو څرګندونو انتقاد کوي چې ویلي یې دي دا جرګه د یاد کمیسیون د دندو او صلاحیتونو قانون نه شي بدلولی.

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د انتخاباتو کمیسیون رییس په خپلو وروستیو څرګندونو سره قانون نه دی مراعات کړی او ویلي یې دي چې دا جرګه د یاد کمیسیون د جوړښت؛ دندو او صلاحیتونو په قانون کې تعدیل نه شي راوستلی.

د ولسي جرګې مرستیال منشي "عرفان الله عرفان" د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل؛ په اساسي قانون کې د انتخاباتو د قانون یادونه شوې ده؛ نه دا چې د دندو او صلاحیتونو قانون دې هم د یو سل او نهمې مادې ضمیمه شي.

ښاغلي عرفان همداراز له حکومت هم وغوښتل چې د انتخاباتي کمیسیونو د اصلاحاتو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي:

"دا خو په اساسي قانون کې یواځې د انتخاباتو قانون ذکر شوی دی. یعنې د انتخاباتو په قانون کې موږ لاس نه شو وهلی. مګر په هغه قانون کې چې تشکیل او واک او صلاحیتونه د انتخاباتي کمیسیونو واضح کوي؛ موږ یقیناً حق لرو؛ لکه څنګه چې په نورو قوانینو کې موږ د تعدیل حق لرو؛ په دې قانون کې یې هم دا واک لرو.

موږ له جمهور رییس او اجرایه رییس نه جدي غوښتنه کوو چې د انتخاباتو د اصلاحاتو کمیسیون ژر تر ژر رامنځته کړي."

د اساسي قانون په یو سل او نهمه ماده کې راغلي چې د تقنینیه دورې په وروستني یوه کال کې د انتخاباتو د قانون د بدلېدو پیشنهاد د ملي شورا د کار په فهرست کې نه شي نیول کیدلای.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي؛ که د انتخاباتو کمیسیون د اساسي قانون د یو سل او نهمې مادې په اساس استدلال کوي؛ خو دا د انتخاباتو د قانون په اړه ځانګړې شوې؛ نه دا چې د جوړښت، دندو او صلاحیتونو قانون هم په کې ځای شي.

دوی وايي، د دندو او صلاحیتونو په برخه کې په واضحه توګه راغلي چې ملي شورا د انتخاباتو کمیسیون د دندو او صلاحیتونو د قانون د بدلولو واک لري.

اخوا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رییس وايي؛ په ولسي جرګه کې یو شمیر وکیلان په دې کار سره غواړي شخصي ګټه وکړي.

احمد یوسف نورستاني ازادي راډیو ته وویل؛ د انتخاباتو قانون او د انتخاباتو کمیسیون د جوړښت؛ صلاحیتونو او دندو قانون سره تړلي دي او د ملي شورا په وروستني تقنینیي کال کې د تعدیل وړ نه دي:

"د انتخاباتو د قانون په اړه خو دوی خپله اعتراف کوي چې په وروستني تقنیني کال کې تغیر نه شي په کې راوستلی؛ نو د کمیسیون د جوړښت، دندو او صلاحیتونو په قانون کې هم بدلون نه شي؛ راوستلی. دا دوه قوانینه لازم او ملزوم دي.

که چیرته هغوی په دې قانون کې بدلون راولي نو په خپله خوښه به خپل کسان د کمیشنرانو په توګه راولي؛ د [ډي. اف. سي] په توګه یا هم د ناظم په توګه یې په دنده ګماري؛ نو طبعاً انتخابات د یوه سیاسي ګروپ یا برخې په ګټه تمامیږي."

په ولسي جرګه کې د خلکو وکیلانو په داسې حال کې د انتخاباتو په کمیسیون انتقاد وکړ چې د یاد کمیسیون رییس ښاغلي نورستاني د یکشنبې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل چې؛ ولسي جرګه د انتخاباتو کمیسیون د دندو او صلاحیتونو قانون نه شي بدلولی.

د روانې اوونۍ په شنبې ورځ د ولسي جرګې غړیو د انتخاباتو کمیسیون د دندو او صلاحیتونو په قانون کې د تعدیل راوستلو لپاره موافقه وکړه.

د انتخاباتو کمیسیون د دندو او صلاحیتونو د قانون د بدلولو په اړه په داسې حال کې رد او بدل نظرونه څرګندیږي چې د اساسي قانون په عملي کیدو د څار کمیسیون په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د انتخاباتو کمیسیون په کارونو باندې هم د ولسي جرګې له خوا انتقادونه کیږي او وايي ښه ده چې د قانون د نه بدلیدو لپاره د یاد کمیسیون د ټینګار پر ځای په اصلاحاتو او مدیریت باندې پام وشي.

دوی همداراز شک څرګندوي چې تېرو انتخاباتو ته په کتو د انتخاباتو کمیسیون په دې بریالی شي چې پارلماني انتخابات په خپله وخت دایره کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG