د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

میثم: افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې باید خپل سیاست بدل کړي


د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو ټولنه له افغان حکومته غواړي چې د پاکستان په وړاندې خپل سیاست بدل کړي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو ټولنه وايي؛ د پاکستان پر وړاندې د افغانستان روان سیاست د دې سبب شوی چې د هیواد وضعیت ورځ تر بلې خراب شي.

د دې مدني ټولنې غړو د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل؛ که د پاکستان لپاره د افغانستان سیاست په همدې ډول دوام پیدا کړي؛ د افغان امنیتي ځواکونو څو کلنې لاسه راوړنې به له ګواښ سره مخ شي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو د ټولنې غړی سید میثم وايي چې جمهور رییس باید د زاریو له سیاسته لاس واخلي او له دې وروسته د پاکستان په څرګندونو ونه غولیږي:

"زموږ ټینګار دا دی چې د افغانستان جمهور رییس او زموږ ټولنه نور د پاکستان په ژمنو تېر نه وځي؛ نور په دې سترګې پټول یو نه یو ډول خیانت ګڼل کیږي او په پټې موافقې د دې سبب نه کیږي چې په کونړ او نورو ولایتونو کې دې زموږ خلک وژل کیږي."

د مدني ټولنې غړي وايي، د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت په ارادې ځکه اندیښمن شوي چې د بهرنې جنګیالیو له خوا په کونړ له حملې وروسته هم افغان حکومت جدیت نه دی ښودلی.

دا په داس حال کې ده چې څه موده وړاندې جمهور رییس اشرف غني پاکستان ته ولاړ او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د خړو شوو اړیکو په ښه کولو ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې دا ټولنه د هیواد داخلي سیاست هم له ستونزو ډک بولي او وايي دولت باید هغه کسان چې د حکومت په داخل کې دي او له وسله والو کسانو سره مرستې کوي؛ معلوم او محاکمه کړي.

د دې ټولنې غړی احسان الله حکمت وویل؛ په هیواد کې روانې ډيرې ناامنۍ داخلي اړخ لري او باید همدلته له منځه یوړل شي.

"له حکومته غواړو چې د دښمن پایې خلکو ته مشخص کړي؛ دا هغه کسان دي چې د تورو شیشتو په موټرو کې انتحار کونکي لیږدوي؛ حکومت باید په دې اړه وضاحت ولري؛ د دولت له منځه د مخالفانو دا پایه باید له منځه یووړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یو شمیر دولتي چارواکو هم ویلي چې د نظام له داخل څخه یو شمیر کسان له وسله والو مخالفینو سره مرسته کوي او دوی ته د انتحاري او بمي چاودنو زمینه برابروي.

خو دولت تر اوسه په دې اړه تر اوسه د چا نوم نه دی اخیستی او نه یې هم د کوم داسې کس د معلومولو یا نیولو په باره کې څه ویلي دي.

پر افغان حکومت د بهرني سیاست په تیره بیا د پاکستان په وړاندې په بدلیدونکي سیاست تل نیوکې شوي دي او سره له دې چې نوي افغان حکومت د پاکستان له خوا ښه همکار او دوست بلل شوی؛ خو افغان کارپوهان دې ګډې همکاری ته د شک په سترګه ګوري.

XS
SM
MD
LG