د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او ورسره تړلي سوداګریزې ستونزې


د روان میلادي کال په ختمیدو سره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پوځي ماموریت پای ته رسیږي او داسې ښکاري چې دې کار په دغه هیواد کې پر ځینو سوداګریو او مصروفیتونو هم اغیز کړی دی.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف په پوځي ماموریت سره د نړیوالو خیریه ټولنو کارکوونکو؛ ډیپلوماټانو او د بهرنیو قراردادي او امنیتي موسسو کارکوونکو هم افغانستان ته مخه کړه.

په کابل او نورو ښارونو کې د بهرنیانو په دې شمیر سره دې ته لاره هواره شوه چې په تیره څه باندې یوه لسیزه کې په افغانستان کې ځیني هغه سوداګریزې چارې وده وکړي چې په بهرنیانو پورې تړلي دي.

د فرانس پرس خبري آژانس په راپور کې راغلې چې په همدې حال کې په کابل کې د بهرنیو افرادو د اوسیدو پر سیمو د وسله والو طالبانو بریدونه دا تصور له منځه وړی چې په افغانستان کې بهرني وګړي خوندي دي.

دا مهال په کابل ښار کې په بهرنیو پورې تړلي ځیني رسټورانونه او سپورټي کلپونه تړل شوي دي او یا هم د تړل کیدو په حال کې دي.

د ټینس کلپ ته نور څوک نه ورځي او هغه فرانسوي رستورانت چې د اوبو د یوه حوض پر څنډو یې د میلمنو لپاره میزونه او څوکۍ ډیزاین کړي وې؛ نور تړل شوی دی . هغه نور رسټورانونه هم چې تر اوسه نه دي تړل شوي؛ ډیر مشتریان نه لري او تقریباً خالي شوي دي.

په کابل کې د یوه رستورانت مدیر فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي: "ما تیر کال اته ویشت کارکوونکي درلودل؛ خو اوس یوازې اته تنه پاتې دي."

"کري جین ویلسن" د زر دوزۍ مخصوصو لاسي ګنډلو د موسسې مشره ده چې افغان کډوالې میرمنې د لاسې صنایعو سرهمرستې ته هڅوي. دا وایي: " له جنورۍ راهیسې په دې سوداګرۍ کې ۴۰ فیصده کموالی راغلی دی."

"فرانسسکا ریچیا" هغه ایټالوی لیکوال دی چې یوه لیکنه یې کړې او نومی یې ایښی دی "د کابل کوچنی کتاب".

دی لیکي: "له مودو راهیسې په کابل ښار کې د لویو جشنونو ورځي پای ته رسیدلي دي."

د فرانسسکا ریچیا په لیکنه اوس مهال په افغانستان کې د بهرنیو افرادو ټولنیز ژوند په کورونو دننه او یا ځانګړو سیمو کې متمرکز دی او هم د اړوندو هیوادونو له خوا پر دغو افرادو د سفرونو بندیز لګول شوی دی.

له دې ټولو سره سره یو شمیر بهرنیان هڅه کوي؛ په افغانستان کې له خپلو دوستانو سره عادي ژوند وکړي.

XS
SM
MD
LG