د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا د حامد کرزي له ساتونکي د همکارۍ غوښتنې اندېښنې پارولي


د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر وایي، هغې مسالې اندیښمن کړي چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا د کرزي له یوه ساتونکي نه د همکارۍ غوښتنه شوې ده.

د حامد کرزي د دفتر یوه مسول د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې دغه همکاري مرموزه وه؛ خو زیاته یې کړه چې دوی یې اندیښمن کړي او افغان حکومت باید په دې اړه څیړنه وکړي.

په کابل کې د حامد کرزي د محافظتي قطعې یو مسوول تایید کړه چې د دوی له یوه ډلګي مشر نه په کندهار کې امریکایي ځانګړو ځواکونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ده هم د نوم نه اخیستو په شرط ازادي راډیو ته وویل؛ کله چې د دوی ډلګي مشر له همکارۍ ډډه وکړه؛ نو کور یې د امریکایي ځواکونو له خوا تالاشي شو:

"زما له یوه ډلګي مشر چې د پخواني ولسمشر ساتونکی دی؛ له هغه نه یې د همکاري غوښتنه کړې وه چې هغه یې غوښتنه نه وه منلې، بیا شل پنځه ویشت ورځې وروسته امریکايي ځواکونو ورباندې چاپه وهلې وه؛ پلټنې او تلاشیانې یې کړې وې؛ څه یې چې نه وو پیدا کړي ورنه یې بخښنه غوښتې وه چې کله ورنه تلل؛ نو د ټلیفون شمېره یې هم ورکړې چې بیا به موږ او تاسې سره په تماس کې کیږو؛ معلومه نه ده چې د دوی غوښتنه څه وه."

په ورته وخت کې د پخواني ولسمشر دفتر وايي چې دغه موضوع یې د افغانستان د ملي امنیت له شورا سره شریکه کړې او په دې اړه یې د تحقیقاتو غوښتنه کړې.

هڅه مو کړه په دې اړه د افغانستان د ملي امنیت شورا نظر را واخلو؛ خو په دې اړه څوک خبرې کولو ته حاضر نه شول.

په همدې حال کې په کابل کې د امریکا سفارت د ازادي راډيو د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي؛ چې امریکا په تیرو کلونو کې د افغانستان د ولسمشر د امنیت له ټینګښت سره مرستې کړي دي.

دوی په یوه بریښنا لیک کې ویلي، د امریکا سفارت د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتندویه سرویس یا "پي. پي. ایس" سره د تجهیزاتو مرسته کړې او روزنه یې ورکړې؛ ترڅو د ولسمشر امنیت خوندي کړي.

دوی وایي، له دې وړاندې د افغان ولسمشر د خوندیتوب چارې د امریکایانو تر څارنې لاندې وې؛ خو دا مهال د دې برخې ټولې چارې د افغانانو له خوا پر مخ وړل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني ولسمشر د واک په وروستیو کې امریکا حکومت او حامد کرزي ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې.

خو د چارو یوشمیر څیړونکي بیا د امریکا د ځانګړو ځواکونو د همکارۍ غوښتنه په بېلابېل ډولونو تعبیروي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي؛ امریکا غواړي له واک وروسته د ښاغليکرزي بهرنۍ او کورنۍ اړیکې تر څارنې لاندې ونیسي:

"زما په نظر مرموزه همکاري زیات ابعاد لري؛ یو دا چې غواړي د حامد کرزي هر ډول حرکات ناسته پاسته ترنظر لاندې ونیسي؛ د هغه کورني او بهرني ارتباطات امریکا ته معلوم وي؛ بل داچې ایا کرزی هغه پخوانی منفي نظر چې د امریکا په اړه یې درلود اوس هم شته او که مثبتې شوې او له حکومت سره څه اړیکې لري."

حامد کرزی له واکمنۍ وروسته اوس هم په کابل کې ژوند کوي؛ خو حکومت ورته ساتونکي ورکړي او تر سختو امنیتي اقدماتو لاندې ژوند کوي.

د څیړونکو په باور، له امریکا سره د واک په وروستیو کلونو کې د حامد کرزي جدي دریځ ممکن د دې سبب شوي وي چې امریکا د ده له ساتونکو د همکارۍ غوښتنه وکړي. خو خپله د امریکا ځانګړو ځواکونو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG