د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۴

رښتیا عطامحمد نورد نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري؟


د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وايي، د چارواکوله همکارۍ پرته بهرته د مخدره موادو قاچاق ناممکنه دی.

دا وزارت وايي، دې ته په کتو چې هرکال په افغانستان کې ۶۴۰۰ متریک ټنه مخدره مواد تولیدیږي نوخامخا به یوشمېرافغان چارواکي د مخدره موادو په قاچاق کې لاس ولري.

دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې د جرمني شپیګل انلاین ورځپاڼې د ناټود یوه مخفي راپورپه استناد عطامحمدنور یوجنګ سالار بللی چې د مخدره موادو د قاچاق له برکته بډایه شوی او ان د ناټو د هدفونو په لیسټ کې هم شامل کړای شوی و.

له مخدره موادو سره د مبارزې افغان وزارت وايي، یو شمېرچارواکي د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري.

د دغه وزارت مرستیال محمدابراهیم ازهرازادۍ راډیوته وویل، هرکال ۶۴۰۰ مټریکه ټنه مخدره مواد په افغانستان کې تولیدیږي، که د چارواکو همکاري ورسره نه وي ناممکنه خبره ده چې قاچاق وړونکي په دې کار بریالي شي.

ښاغلی ازهر د مخدره موادو په قاچاق کې د شاملوچارواکو نومونه نه په ډاګه کوي خو وايي چې خامخا یو شمېرسیمه ییز او لوړپوړي چارواکي په دې کار کې لاس لري:

″کله چې شپږ زر او څلور سوه مټریک ټنه مخدره مواد په افغانستان کې تولیدیږي او درې سوه او پنځه اویا مټریک ټنه هیروین هرکال د افغانستان له درې پولو بهر ته اروپا ته صادریږي ان ځیني کسان یې شاته لاس لري.

دوی باید اعتراف وکړي او هغه څوک چې دي معرفي یې کړي او په اړه یې اسناد ارایه کړي. هو شته ځیني کسان شته موږ نه منکریږو.″

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت مرستیال په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې جرمني شپیګل انلاین خپرونې د ناټو د مخفي اسنادو په استناد په یوه راپورکې د بلخ سرپرست والي عطامحمدنورد مخدره موادو قاچاقبر بللی دی.

د شپیګل انلاین ورځپاڼې لیکلي چې عطامحمدنور په ۲۰۱۰ میلادي کال کې ان په هغه لیسټ کې د ناټو له خوا شامل شوی و چې باید هدف وګرځول شي.

شپیګل انلاین زیاته کړې چې ناټو سازمان د طالبانو، قاچاق وړونکو، بشر ضد جنایتکارانو لیسټ د ټیلیفوني مکالمو،سندونو او عکسونو په بنا جوړ کړی و.

خو د بلخ د سرپرست والي عطامحمدنور ویاند منیرفرهاد وايي، د شپیګل ورځپاڼې دا راپور په بشپړه توګه ردوي او ښاغلی نورپه هیڅ ډول قاچاق کې نه دی ښکیل.

ښاغلي فرهاد ازادۍ راډیوته وویل، د شپیګل انلاین دا رپوټ د افغانستان د شخصیتونو د سپکولو او توهین په هدف جوړ شوی حقیقت نه لري:

″دا څرګندونې چې د شپیګل ورځپاڼې له خوا شوي په قاطعیت او کامل صراحت ردوو.

په هیڅ صورت سره د بلخ د والي په اړه داسې رپوټونه چې د ځیني مغرضه کړیو له خوا چې د افغانستان شخصیتونه توهینوي حقیقت نه لري او مونږ یې ردوو.″

ښاغلی فرهاد وايي، له کومه چې عطامحمدنورد بلخ ولایت اداره په لاس کې لري د مخدره موادو په وړاندې یې قاطعانه مبارزه کړې ده.

دی وايي، ښاغلي نورد مرکزي حکومت او نړېوالې ټولنې له مرستې پرته له مخدره موادو سره مبارزه کړې او د کوکنارو کښت یې صفر ته راټیټ کړی دی.

د شپیګل انلاین مجلې د ناټوپه حواله په خپل دغه راپورکې چې د ډسمبر په اته ویشتمه خپور شوی د عطامحمدنور په اړه لیکلي چې:

"په دوه زره او لسم کال کې ناټو د افغانستان په شمال کې یو والي عطامحمدنور په دغه لیسټ کې شامل کړ.

نورچې یو جنګ سالار دی د جګړې په وخت د مخدره موادو د قاچاق له لارې بډایه شو.

هغه څوک چې په بیرحمۍ یې خپل سیالان له مخې لرې کول. د ده نوم د ناټو په دغه لیسټ کې په ۱۷۲۲ نمبر راغلی و."

د شپیګل انلاین د دغه راپور او همداراز د عطامحمدنور په اړه دا یادداشت مو له کورنیو چارو وزارت سره هم شریک کړ خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

اخوا له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي ادارې وویل د ښاغلي نور په اړه له دوی سره هیڅ کومه دوسیه نشته او که احیاناً د مخدره موادو په قاچاق کې زورواکان او چارواکي هم شامل وي دا اداره به ورسره قانوني چلند کوي.

کارپوهان هم تاییدوي چې د مخدره موادو په قاچاق او تولید کې یو شمیر چارواکي دخیل دي او همدا یې وجه ده چې ۲۰۱۴ کال د افغانستان لپاره د کوکنارو د کښت او د مخدره موادو د قاچاق تر ټولو بد کال بلل کیږي.

په دغه کال کې د وروستیو شمیرو له مخې په دوه لک او څلورویشت زره هکتاره ځمکې باندې کوکنار کرل شوې و او په افغانستان کې شپږ زر او څلور سوه مټریک ټنه مخدره مواد تولید شوي دي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG