د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

ولسمشر غني: حوصلو نتیجه ورکړې، کابینه به ژر اعلان شي


که څه هم د افغان حکومت د نوې کابینې د اعلان دقیقه ورځ لا نه ده معلوم شوې؛ خو ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې حوصلو نتیجه ورکړې او کابینه به اعلان شي.

ښاغلي غني دغه خبره د شنبې په ورځ په کابل کې د مشرانو جرګې د نوو غړو د لوړې په مراسمو کې وکړه:

"کابینه اعلانېږي، حوصلو نتیجه ورکړې او هر شی به جوړ شي؛ له تاسې نه فشار، له مانه حوصله، کارونه به جوړ شي."

تر دې دمخه ښاغلي غني د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې ولس ته ژمنه ورکړې وه چې نوې کابینه به تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې اعلان کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، مدني ټولنو او عام خلکو د پرله پسې انتقادو په غبرګون دا نېټه بیا په غیر رسمي ډول یوې او بلې ورځې ته وځنډېده او تر دې چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې او د روانې اونۍ د پیل ورځ شنبه هم د نوې کابینې د اعلان لپاره اټکل شوې ورځې ښودل شوې وې.

په عین حال کې د افغانستان د ولسي جرګې رییس وايي؛ ولسمشر ژمنه ورکړې چې کابینه به د راروانې دوشنبې په ورځ اعلان شي.

ښاغلي عبدالروف ابراهیمي دغه خبره د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه وکړه:

"نن اته نیمې بجې ولسمشر بللی وم او ورغلم، د کابینې په اړه یې راته وویل چې نن او سبا به زموږ کار ختم شي او د دوشنبې په ورځ کابینه اعلان کړو."

د افغانستان د اجراییه رییس ویاند مرستیال جاوید فیصل هم د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې نوې کابینه جوړه ده او نور یې د اعلان وخت رارسیدلی دی.

که څه د افغانستان د ملي وحدت د حکومت نوې کابینه د ولسمشر د لوړې له مراسمو رانیولې بیا د نویو سناتورانو د لوړې تر مراسمو اعلان نه شوه؛ خو دولتي چارواکي وايي چې د خلکو صبر او حوصلوو رنګ راوړي او یوه مسلکي، ژمنه او په کار پوهه کابینه به معرفي کړي.

کارپوهان وايي، که څه هم د کابینې په اعلان کې ځنډ خلک بې صبره کړي دي او ډيرۍ ستونزې هم د موجوده حالت له امله دي؛ خو که چارواکي په ځانګړي ډول ولسمشر او اجراییه رییس د یوې ژمنې او مسلکي کابینې په معرفي کولو کې په خپلو وعدو عمل وکړي؛ نو بې له شکه چې خلک به د خپلې راتلونکې لپاره هیله من او د صبر میوه به وڅکي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG